اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)وفاقي آئيني عدالت د بلوچستان حلقه پي بي 21 صالح بهوتاني په اړه د كيس سماعت د وكيل فاروق ايچ نائيك په استدعا تر 18 دسمبر ځنډولے دے ۔د حلقه پي بي 21 صالح بهوتاني په اړه د كيس سماعت د نهې په ورځ د چيف جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې درې كسيز بينچ وكړو ۔عدالت وكيلانو ته ووئېل كه چرې وكيلان …
وفاقي آئيني عدالت د بلوچستان حلقه پي بي 21 صالح بهوتاني په اړه د كيس سماعت تر 18 دسمبر وځنډولو
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)وفاقي آئيني عدالت د بلوچستان حلقه پي بي 21 صالح بهوتاني په اړه د كيس سماعت د وكيل فاروق ايچ نائيك په استدعا تر 18 دسمبر ځنډولے دے ۔د حلقه پي بي 21 صالح بهوتاني په اړه د كيس سماعت د نهې په ورځ د چيف جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې درې كسيز بينچ وكړو ۔عدالت وكيلانو ته ووئېل كه چرې وكيلان چمتو وي نو عدالت مقدمه اورېدو له چمتو دے۔عدالت وكيلانو ته ووئېل ټريبونل كښې په مهمو مسئلو خبرې شوي او وكيل خواجه حارث خپل دريځ وړاندې كولو سره وئېلي دي چې دا معامله د حقائق شخړه نه ده۔دغسې فاروق ايچ نائيك عدالت څخه د دستاويزات جمع كولو لپاره نور وخت وغوښتلو او په دې عدالت سماعت تر راتلونكې نېټې د ځنډولو پريكړه وكړه۔












