د پاكستان او كاناډا نزدې رابطه برقرار ساتلو لپاره تجارتي مرستي له په ګډه كار كولو ته اتفاق

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) پاكستان او كاناډا نزدې رابطه برقرار ساتلو لپاره د كوټلې او په شريكه ګټه اډانه تجارتي مرستي لپاره په ګډه كار كولو ته اتفاق كړے دے۔ د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت له مخې د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د پاكستان لپاره د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ملاقات كړے …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) پاكستان او كاناډا نزدې رابطه برقرار ساتلو لپاره د كوټلې او په شريكه ګټه اډانه تجارتي مرستي لپاره په ګډه كار كولو ته اتفاق كړے دے۔ د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت له مخې د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د پاكستان لپاره د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ملاقات كړے ۔په دې موقع د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ سيكرټري عائشه مورياني هم موجود وه۔ ملاقات كښې د پاكستان او كاناډا ترمينځه د جي اېم كينولا تجارت په بېلو اړخونو ، په خاص توګه هارمونائزډ سسټم (ايچ ايس) كوډز په اړه او د اړوندي تګلاري ښه كولو په حاجت د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د كاناډا هائي كمشنر له باور وركړو چې وزارت د ممكنه انتظامي تاخير كمولو لپاره لوظي دے او سباؤن كښې چې كومي هم پاليسۍ جوړيږي يا موجوده پاليسيو كښې كوم هم اصلاحات كول وي د هغې بنيادي مقصد تګلاره آسانول او درآمد كوونكو او برآمد كوونكو ته سهولت وركول دي۔ وفاقي وزير ووئيل وزارت خپل ډيجيټل ډيش بورډ نور هم ښه كوي چې ورسره به شفافيت، كاركردګي او اړوند اسټيك هولډرز لپاره كاروبار كښې آسانۍ زياتې شي۔