لاهور۔2دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو او ناركوټكس كنټرول وفاقي وزير محسن نقوي د لاهور ائيرپورټ دوره وكړه چرته چې هغه د اميګريشن كاونټرز ٬ مسافرو ته د وركړې كېدونكو آسانيو او نوې سسټمز جاج واغست۔ د دورې په مهال داخله وزير په امېګرېشن کاونټرز د ټرېول هسټري شناختی کارډ او پاسپورټ سره د منسلك كولو سسټم معائنه وكړه۔ محسن نقوی په تند او سپېځلي امېګرېشن سسټم د اېف آئي …
د كورنيو چارو او ناركوټكس كنټرول وفاقي وزير محسن نقوي د لاهور ائيرپورټ دوره ٬ د اميګريشن كاونټرز ٬ نوې سسټمز جاج واغستلے شو
لاهور۔2دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو او ناركوټكس كنټرول وفاقي وزير محسن نقوي د لاهور ائيرپورټ دوره وكړه چرته چې هغه د اميګريشن كاونټرز ٬ مسافرو ته د وركړې كېدونكو آسانيو او نوې سسټمز جاج واغست۔ د دورې په مهال داخله وزير په امېګرېشن کاونټرز د ټرېول هسټري شناختی کارډ او پاسپورټ سره د منسلك كولو سسټم معائنه وكړه۔ محسن نقوی په تند او سپېځلي امېګرېشن سسټم د اېف آئي اے د ډائرېكټر علي ضيا او د هغه د ډلې كاركردګي وستائېله۔ وفاقي وزير بهر هېوادونو ته سفر كوؤنكو سره ملاقات وكړو او هغوي څخه يۍ د امېګرېشن پراسېس په اړه پوښتنې وكړې۔ ده بهر هېوادونو څخه د راتلونكو مسافرو كاؤنټرز دوره هم وكړه۔ مسافرو داخله وزير ته ووئيل اوس امېګرېشن يوازې په دوو دقيقو كښې ترسره كيږي او سسټم زيات ښه شوے دے۔ مسافرو د اېف آئي اے اوعملې په رويه او كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه محسن نقوي ووئيل بشپړ سفري دستاوېزات لرونكي سفر څخه نه ايسارولې كېږي او نيمګړې يا جعلي دستاوېزات لرونكو ته هېڅكله د سفر اجازه نه وركوړې كېږي۔ ده ووئيل د پاكستان عزت زمونږ د ټولو عزت دے٬ د هېواد د بدنامۍ سبب جوړېدونكو مسافرو ته د سفر اجازه وركړې كېدې نه شي۔ د دورې په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د اېف آئي اے ډائرېكټر علي ضيا او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔












