اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي په 2 دسمبر 1988 محترمه بينظير بھټو شهيده د 35 كلونو په عمر كښې د وزيراعظم په حيث سره سوګند پورته كړے ؤ او د اسلامي نړۍ وړومبۍ ټاكلې ميرمن وزيرِاعظمه وه۔د نهې په ورځ ايوانِ صدر پرېس وِنګ له مخې صدر مملكت د دې ورځ په مناسبت سره په خپل پيغام كښې ووئيل په نن …
په 2 دسمبر 1988 محترمه بينظير بھټو شهيده د اسلامي نړۍ وړومبۍ ټاكلې مېرمن وزيرِاعظم جوړه شوه ،د جمهوريت د راستنېدو عمل پېل شوے۔ د صدر مملكت آصف علي زرداري
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي په 2 دسمبر 1988 محترمه بينظير بھټو شهيده د 35 كلونو په عمر كښې د وزيراعظم په حيث سره سوګند پورته كړے ؤ او د اسلامي نړۍ وړومبۍ ټاكلې ميرمن وزيرِاعظمه وه۔د نهې په ورځ ايوانِ صدر پرېس وِنګ له مخې صدر مملكت د دې ورځ په مناسبت سره په خپل پيغام كښې ووئيل په نن ورځ 36 كاله وړاندې د 11 كلنه مارشل لاء او آمريت نه پس پاكستان كښې جمهوري حكومت بحال شوے ؤ ، د 35 كلنې بے نظير بھټو په مشرۍ كښې د جمهوريت راستنيدو مزل پېل شوے ؤ ۔صدر مملكت ووئيل په دې ورځ قام كښې يو نوې اميد پيدا شو او ميرمنو او ځوانانو كښې د سياسي شركت خواب وده وموندله۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل بے نظير بھټو د پاكستان تر ټولو كم عمره وزيراعظمه وه چا چې د اولسي حكومت ، جمهوريت او د مساوات عزم ته وده وركړې ده












