وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري په بنو كښې د ترهګرو بريد وغندلو

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري په بنو كښې د ترهګرو بريد غندنې كولو سره د دوه پوليس اهلكارو او يو لاروي په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د ترهګرۍ په بزدلانه كاروائۍ ټول قام غمژن دے ۔ ده ووئيل مونږ د شهيدانو د كورنيو په …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري په بنو كښې د ترهګرو بريد غندنې كولو سره د دوه پوليس اهلكارو او يو لاروي په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د ترهګرۍ په بزدلانه كاروائۍ ټول قام غمژن دے ۔ ده ووئيل مونږ د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ده ووئيل قام او رياست په يو پېج دي٬ د ترهګرۍ په ضد زمونږ هڅې به روانې وي او وطن دښمن عناصر به كله هم كامياب ته نه پرېږدو