د پاكستان په آبادۍ كښې هر كال د نيوزي لينډ د آبادۍ برابر زياتوالې كيږي٬ د آبادۍ په چيلنج قابو موندلو له به د ټولنې هرې طبقې له خپل كردار ترسره كول وي: عطاﺀ الله تارړ

اسلام آباد۔2 دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ په آبادۍ كښې تندۍ سره روان زياتوالي باندې اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي د پاكستان په آبادۍ كښې هر كال د نيوزي لينډ د آبادۍ برابر زياتوالې كيږي چې له امله يۍ د روغتيا او زده كړو په شمول په نورو څانګو كښې چېلنجونه رامخې ته كيږي په كومو قابو موندلو له به چې د ټولنې …

اسلام آباد۔2 دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ په آبادۍ كښې تندۍ سره روان زياتوالي باندې اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي د پاكستان په آبادۍ كښې هر كال د نيوزي لينډ د آبادۍ برابر زياتوالې كيږي چې له امله يۍ د روغتيا او زده كړو په شمول په نورو څانګو كښې چېلنجونه رامخې ته كيږي په كومو قابو موندلو له به چې د ټولنې هرې يوې طبقې له د خپلې برخې كردار ترسره كول وي۔ د نهې په ورځ په يو ځايي هوټل كښې”دی پاکستان پاپولېشن سمټ“ ته خطاب كښې ده ووئيل مونږ له به دا احساس كول وي چې په آبادۍ كښې زياتوالې يوه سنګينه مسئله ده٬ د پاكستان په آبادۍ كښې هر كال د نيوزي لينډ د آبادۍ برابر زياتوالې كيږي۔ ده ووئيل د آبادۍ زياتوالي سره نورې مسئلې هم تړلې دي۔ ده ووئيل په كوچنيانو كښې د مرګ شرح مخ په زياتېدو ده٬ د يونيسف د شمېرو له مخې په يو زر كښې 50 كوچنيان د مرګ خلې ته ځي۔ ده ووئيل زمونږ په ټولنه كښې د زياتره مېندو مسئلې ثانوي حېثيت لري او د خبرتيا د نشتوالي د لاسه دوئي له پامه غورځولې شي۔ ده ووئيل په دې اړه پوهاوې رامخې ته كول د هرې يوې طبقې ګډه ذمه واري ده۔ علماﺀ كرام ٬ ميډيا ٬ حكومت ٬ قانون پوهه او خبريالانو ټولو له به په دې كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ وفاقی وزیر ووئيل زمونږ په سيمه كښې د وركنګ وېمن شرح د نورو سيمو په مقابل كښې كمه ده۔ دا سماجي مسئله ده كومه به چې د پوهاوي د لارې حل كول وي۔ ده ووئيل د آبادۍ په مسئله قابو موندلو له وركنګ ګروپ جوړول ضروري دي ٬ وېمن كاكس پلېټ فارم كارولو سره او يوان كښې د بحث د لارې دا مسئله په ډاګه كولې شي۔ د اطلاعات وزیر ووئيل د اسلامي نظرياتي كونسل په دې اړه اقدام د ستائنې وړ دے۔(اے پي پي وا ض ض ١٥٠٦)