د غزه پشمول ګردې فلسطینی خاورې څخه د اسرائیل بشپړه انخلاء به باوري كول وي، په جنګی جرمونو او منظمې نسل وژنې دې د اسرائيل د نړيوالو قوانینو له مخې مواخذه وشي۔ د وزیراعظم شهباز شریف د فلسطين يووالي نړيوالې ورځې په موقع پيغام

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فلسطينيانو د بنيادي حق، خپلواكۍ حق او يو آزاد فلسطيني رياست لپاره د پاکستان د ملاتړ پخلي كولو سره ويلي چې د غزه پشمول د فلسطینیانو خاورې څخه د اسرائیل بشپړه انخلاء باوري كول ضروري ده، بايد په جنګی جرائمو او منظمه نسل کشۍ د اسرائیل د نړيوال قوانینو له مخې مواخذه وشي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم …

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فلسطينيانو د بنيادي حق، خپلواكۍ حق او يو آزاد فلسطيني رياست لپاره د پاکستان د ملاتړ پخلي كولو سره ويلي چې د غزه پشمول د فلسطینیانو خاورې څخه د اسرائیل بشپړه انخلاء باوري كول ضروري ده، بايد په جنګی جرائمو او منظمه نسل کشۍ د اسرائیل د نړيوال قوانینو له مخې مواخذه وشي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې فلسطين سره د يووالي نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې د فلسطين اولس سره د يووالي نړيوالې ورځ په موقع خپلو فلسطيني وروڼو خوېندو سره ولاړ يوو٬ د لسيزو راهسې فلسطيني اولس دړدېدلو پېښو سره مخ دے چې پكښې د خپلواكۍ د حق نفي، خپلې خاورې څخه محرومي او د امن او سکون لمينځه تلل شامل دي۔ ده ووئيل چې په غزه كښې 70 زره كوچنيان، مېرمنې او سړي شهيدان كړې شوې دي٬ آبادۍ او كورنۍ ړنګې كړې شوې دي، د دې نه علاوه خونې٬ روغتونونه٬ ښونځي او د بنيادي ضرورت شهري ډھانچې ملبه كښې بدله كړې شوې ده٬ د داسې ناقابل بيان او افسوس وړ پېښو باوجود د فلسطين اولس مثالي، غېر متزلزل او د بشپړه عزم او همت څرګندونه كړې ده او خپل شناخت او مقصد لپاره ئې د انصاف د اميد لمن نه پرېښودلې نه ده۔ ده ووئيل د فلسطين اولس د جرأت او بهادري او د دوي انصاف پسند مقاصدو سره تړون د انساني عزم د عظمت عکاس ده۔ وزيراعظم ووئيل دوه رياستي حل لپاره رابللې شوې د لوړې كچې اوسني كنفرنس او دغزه امن منصوبه په صورت كښې د دې مسئلې د حل يوه موقع ترلاسه شوې ده خو جنګ بندي جاري ساتل او د اسرائيل لخوا د هر ډول تشدد مخه نيول او د بشري مرستې د تعطل نه غېر رسنه باوري كول ډېر ضروري دي٬ د دې نه علاوه د ملګرو ملتونه د فلسطين كډوالو مرستې لپاره هڅې كوٶنكې ادارو ته د سياسي مداخلې اوخنډ نه غېر په بشپړه توګه فعاله كول ضروري دي او د ټولو نه اهمه دا چې د اسرائيل د فلسطينيانو زمكې پشمول غزه څخه بشپړه انخلاء باوري كول ضروري دي ځكه چې د فلسطين اولس د بشپړه امن او خوشحالۍ حقدار دي۔ ده ووئيل چې پاکستان د فلسطين مسئلې لپاره سپېځلې، د اوږدې مودې او جامع حل له بشپړه ملاتړ كوي كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د جنرل اسمبلۍ د اړوند قراردادونو له مخې وي، پاکستان د خپلې بشپړه مرستې او د فلسطين اولس د جائز حقونو د بشپړه ملاتړ پخلې كوي، پاکستان، د فلسطينيانو د بنيادي حق، د خپلواكۍ حق او د يو آزاد، عمل وړ، متحد فلسطيني رياست ملاتړ كوي كوم چې د كال 1967 نه د وړاندې پولو په بنياد جوړ وي او پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په نننۍ ورځ په خاص توګه او تل لپاره د فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔

مزید خبریں