د روسيه خبر رسنې ادارې “روسيا سيګودنيا”نړيوالې مرستې لپاره ډائرېكټر ويسيلي پشکوف په مشرۍ كښې د اے پي هيډكوارټرز دوره كړې٬ايم ډي اے پي پي د پلاوي هركلے وكړو۔

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د روسيه خبر رسنې ادارې "روسيا سيګودنيا"نړيوالې مرستې لپاره ډائرېكټر ويسيلي پشکوف په مشرۍ كښې د اے پي هيډكوارټرز دوره كړې٬ايم ډي اے پي پي د پلاوي هركلے كړې۔ د روسيه د اعلٰی كچې ميډيا پلاوي نړيوالې مرستې لپاره د سيګوډنيا ډائريکټر ويسيلي پشکوف په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) هيډ کوارټرز دوره …

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د روسيه خبر رسنې ادارې “روسيا سيګودنيا”نړيوالې مرستې لپاره ډائرېكټر ويسيلي پشکوف په مشرۍ كښې د اے پي هيډكوارټرز دوره كړې٬ايم ډي اے پي پي د پلاوي هركلے كړې۔ د روسيه د اعلٰی كچې ميډيا پلاوي نړيوالې مرستې لپاره د سيګوډنيا ډائريکټر ويسيلي پشکوف په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) هيډ کوارټرز دوره وكړه۔ په دې موقع د روسيه سفارت پرېس اتاشي اېګور كولېسنيكوف هم دوې سره ٶ۔ د اے پي پي مركزي دفتر ته په راتګ منېنجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي او د ايکسټرنل پبلسټي ونګ کي ايګزيکټو ډائريکټر جنرل رئيسه عادل د پلاوي هركلے وكړو۔

د ملاقات په مهال اېم ډي اے پي پي عاصم کھچي پلاوي ته د ادارې په اړه بريفنګ وركړو٬ په دې موقع د ادارې په كار رڼا اچولو لپاره يو دستاويزي فلم هم وښودلې شو د كوم چې پلاوي ستائنه وكړه٬ تېره ورځ د لاسليك په دستوره كښې د اے پي پي او د اسپوتنك نيوز ايجنسي (Sputnik News Agency) ترمېنځه د مفاهمت يو تاريخي ياددښت لاسليك شو چې ورسره به د ميډيا په څانګه كښې د مرستې لاره هواره شوې۔ په دې موقع ډائريکټر ويسيلي پشکوف د اے پي پي په كار كښې خوښي ښكاره كولو سره د دواړو هېوادونو د ميډيا څانګې پشمول په نجي ميډيا سېكټر كښې مرسته زياتولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه زياته ګټوره همكاري وشي۔ ده د راډيو٬ موسيقۍ٬ كلتور٬ آرټ٬ ادب٬ او د اولس اولس سره د مرستې په امكاناتو هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل چې پاكستان ډېر مېلمه دوست هېواد دے دلته په راتګ خوشحاله شوم۔ په دې موقع د اے پي پي اېم ډي عاصم کھچي پلاوي ته په اړوند څانګو كښې د اے پي پي د مرستې باور وركړو او د ميډيا په څانګه كښې نورې مرستې لپاره يۍ د عزم څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د مرستې په ممكنه څانګو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وزارت چارواكو او د نجي ميډيا نمائندګانو ګډون وكړو٬ دا دوره د پاکستان او روسيه ترمېنځه د ميډيا اړيكې مضبوطولو لپاره يو اهم سنګ مېل دے۔

مزید خبریں