د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې پاكستان 2026-2027 له د اي سي او كونسل آف منسټرز صدارت لپاره وټاكلے شو:د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د اقتصادي مرستې تنظيم كونسل آف وزيرانو 29مې غونډې په مهال د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې پاكستان 2026-2027 له د اي سي او كونسل آف منسټرز مشرۍ لپاره منتخب كړے شوے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د جمعې په ورځ د اي سي او-سي ايم او 29مه غونډه كښې پاكستان د نائب …

اسلام آباد 28 نومبر(اے پی پی)د اقتصادي مرستې تنظيم كونسل آف وزيرانو 29مې غونډې په مهال د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې پاكستان 2026-2027 له د اي سي او كونسل آف منسټرز مشرۍ لپاره منتخب كړے شوے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د جمعې په ورځ د اي سي او-سي ايم او 29مه غونډه كښې پاكستان د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې 2026-2027 لپاره د اي سي او كونسل آف منسټرز صدارت سنبهالول لپاره منتخب كړے شوے۔ د اي سي او غړو هېوادونو خارجه وزيرانو په مشرۍ سنبهالولو پاكستان له مباركي وركړه۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د مباركۍ په پېغامو او مرسته د دوي مننه وكړه او وې وئېل چې دوي سره به په ګډه كار كوو او په كال 2026 كښې د كونسل آف منسټرز راتلونكې غونډه كښې ټول اي سي او غړو هېوادونو ته په پاكستان كښې هركلے وايوو۔

مزید خبریں