اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د انټرنيشنل فيډريشن آف اکاٶنټنټس(آئي اېف اے سي) صدر ژاں بوکو ليدلي٬ د ملاقات په مهال په مالياتي نظم و نسق، سپېځلتيا او موثره اقتصادي پاليسي سازۍ ته په وده وركولو كښې د اکاٶنټنسي څانګې په كليدي كردار رڼا واچولې شوې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د انټرنيشنل فيډريشن آف اکاٶنټنټس صدر ژاں بوکو وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د انټرنيشنل فيډريشن آف اکاٶنټنټس(آئي اېف اے سي) صدر ژاں بوکو ليدلي٬ د ملاقات په مهال په مالياتي نظم و نسق، سپېځلتيا او موثره اقتصادي پاليسي سازۍ ته په وده وركولو كښې د اکاٶنټنسي څانګې په كليدي كردار رڼا واچولې شوې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ژاں بوکو پاکستان ته د راتګ هركلي كولو سره دوي ته ووئيل چې د جديد نړيوالو تقاضو په خاص توګه د مصنوعي ذهانت په بنسټ كېدونكې تند رفتار بدلونونو لاره نيولو لپاره د پاکستان وظيفائي صلاحيتونو مضبوط نظام ته اړتيا ده۔ ده په سوئيلي آسياء كښې د فيډريشن آف اکاٶنټنټس (اېس اے اېف اے) د خدماتو ستائنه كولو سره د آډټ په معيار كښې بهترۍ، د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار معاونت او اخلاقي او پائيدارۍ په اړه د رپورټنګ ودې لپاره د آئي اے اېف سي سره جاري مرسته خوشبينه وګرځوله۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې د پاکستان پوهان د نوې نړيوال معيارونو او تکنيکي بدلۍ لپاره تيارول هم د وخت اهم ضرورت دے كومې لپاره چې به آئي اېف اے سي سره همكاري لا قوي كولې شي









