د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ټولو څانګو كښې سپيځلتيا٬ كاركردګۍ او اولسي آسانيو كښې ښه والي لپاره عملي اقدامات روان دي : د توان وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري د 118 هيلپ لائن سروس پرانستې دستورې ته وينا

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د توان وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري وئېلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ټولو څانګو كښې سپيځلتيا٬ كاركردګۍ او اولسي آسانيو كښې ښه والي لپاره عملي اقدامات روان دي٬ د بجلۍ صارفينو ته آسانۍ وركولو لپاره هڅې كوو٬توان وزارت كښې سپيځلتيا باوري كوو٬ټولو څانګو كښې د سفارشي كلتور خاتمه د وزيراعظم وژن دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې …

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د توان وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري وئېلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ټولو څانګو كښې سپيځلتيا٬ كاركردګۍ او اولسي آسانيو كښې ښه والي لپاره عملي اقدامات روان دي٬ د بجلۍ صارفينو ته آسانۍ وركولو لپاره هڅې كوو٬توان وزارت كښې سپيځلتيا باوري كوو٬ټولو څانګو كښې د سفارشي كلتور خاتمه د وزيراعظم وژن دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د بجلۍ صارفين آسانيو لپاره د جوړ كړې شوې 118 هېلپ لائن سروس پرانستې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې د توان په وزارت كښې د اصلاحات په ايجنډا په بشپړ ډول عمل كيږي٬د نوي سروس د لارې به د بجلۍ صارفينو شكايتونه په سمدستي توګه ريكارډ كيږي٬ ده ووئيل چې 118 سروس سره به زمونږ هره غلطي اولس ته رامخې ته كيږي٬هم دا حقيقي شفافيت دے چې اداره خپل ځان پخپله احتساب لپاره وړاندې كړي۔اويس لغاري ووئيل چې د تېرو 18 مياشتو په مهال د اصلاحات او ښه والي چې كومې نتيجې رامخې ته شوي هغه د وزيراعظم شهباز شريف٬فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬عدليې او وفاقي او صوبائي حكومتونو شريكو هڅو نتيجه ده۔ده ووئيل چې په دې نظام كښې كومه هم نااهلي يا د غلطۍ ذمه واري په وزير٬ چيئرمېن٬ چيف كمرشل آفيسر٬ كسټمر كېئر هيډ او اړوند چارواكو عائد كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم ښكاره وژن دے چې د توان وزارت پشمول ټولو ادارو كښې سفارشي كلتور په بشپړه توګه ختم كړے شي۔

مزید خبریں