وزيراعظم د بحرين سرمايه كارو ته د معدنيات، د تجديد وړ توان او نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې وزيراعظم د پاکستان او بحرين ترمېنځه ژورو اقتصادي اړيكو لپاره د بحرين سرمايه کارو ته په فوډ سکيورټي، آئي ټي، تعميرات، کان کنۍ او د معدنيات، د صحت پالنې ، د تجديد وړ توان او د سېلګرۍ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د اوونيز پرېس …

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې وزيراعظم د پاکستان او بحرين ترمېنځه ژورو اقتصادي اړيكو لپاره د بحرين سرمايه کارو ته په فوډ سکيورټي، آئي ټي، تعميرات، کان کنۍ او د معدنيات، د صحت پالنې ، د تجديد وړ توان او د سېلګرۍ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ووئيل چې وزيراعظم د 26 نه تر 27 نومبر د بحرين سرکاري دوره كړې۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د بحرين ولي عهد سلمان بن حمد الخليفه سره هم ملاقات كړې، وزيراعظم دوه اړخيزه تجارت كوم چې دا مهال 550 ملين ډالره نه زيات دې په دريو كالو كښې تر يو ارب ډالرو د رسولو په امكاناتو رڼا واچوله۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار څوك چې د دورې په مهال وزيراعظم سره ٶ٬ د بحران د خزانې او د قامي معيشت وزير شيخ سلمان بن خليفه الخليفه سره ليدلي۔

مزید خبریں