اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې معاشي پرمختګ لپاره مالي معاونت كول٬ د سرمايه كارو شموليت زياتول او جاري ډھانچه جاتي اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو كښې کليدي کردار لوبولو لپاره حکومت د فعاله او جامع کيپټل مارکيټس جوړولو عزم لري۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ د کيپټل مارکيټ ډويلپمنټ کونسل پرانستې غونډې ته خپله وېنا كښې كړې۔ …
حکومت د فعاله او جامع کيپټل مارکيټس جوړولو عزم لري۔ سينيټر اورنګزيب

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې معاشي پرمختګ لپاره مالي معاونت كول٬ د سرمايه كارو شموليت زياتول او جاري ډھانچه جاتي اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو كښې کليدي کردار لوبولو لپاره حکومت د فعاله او جامع کيپټل مارکيټس جوړولو عزم لري۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ د کيپټل مارکيټ ډويلپمنټ کونسل پرانستې غونډې ته خپله وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د جديد، كوټلې او سرمايه کار دوست کيپټل مارکيټ ايکو سسټم پرمختګ قامي ترجيح ده كومه چې تر فنانس بهتر رسنه، بچتونو ته وده وركول٬ د مارکيټ هلې ځلې زياتول او د پاکستان د اوږدې مودې معاشي مضبوطيا لپاره ضروري دے۔ په غونډه كښې د پاکستان کيپټل مارکيټس استحکام او د پراختيا د روډ ميپ هم تفصيلي جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې اهم مالياتي ادارو، کارپوريټ سيکټر، ريګوليټرز او د بېلو سركاري څانګو اعليٰ قيادت ګډون كړې چې پكښې سيکورټيز اينډ ايکسچينج کميشن، سټيټ بينك٬ پاکستان بينکس ايسوسي ايشن، پاکستان سټاک ايکسچينج ، سينټرل ډيپازټري کمپني، نيشنل کليئرنګ کمپني، پاکستان بزنس کونسل او د خزانې وزارت نمائندګان شامل وو۔









