د وفاقي وزير محسن نقوي خپل آسټريلوي همڅنګ ټوني برك سره وډيو لنك ملاقات٬ د غير قانوني اميګريشن په مخنيوي ٬ د آسټرېلوي كركټ لوبدلې د پاكستان په دوره د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د آسټرېليا داخله وزير ټوني برك ترمينځه وډيو لنك مهم ملاقات وشو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او په امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د غېر قانوني امېګرېشن مخنيوي له د همكارۍ په زياتولو هم اتفاق وكړے شو۔ دواړو هېوادونو په دې خبره زور راوړ چې د بشري قاچاق او …

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د آسټرېليا داخله وزير ټوني برك ترمينځه وډيو لنك مهم ملاقات وشو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او په امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د غېر قانوني امېګرېشن مخنيوي له د همكارۍ په زياتولو هم اتفاق وكړے شو۔ دواړو هېوادونو په دې خبره زور راوړ چې د بشري قاچاق او غېر قانوني نقل وحركت په ضد به شريكه تګلاره و ضعه كولې شي۔ دوډيو كنفرنس په مهال د پوليس او پېرا ملټري فورسز افسرانو په اداره جاتي استعداد كار كښې لا بهترۍ لپاره د تربيتي پروګرامونو په پېل كولو خبرې شوې۔ دې سره سره نېشنل سائبر کرائمز انوسټی ګېشن اېجنسی او اېف آئی اے سره د آسټرېلوي ادارو د مرستې زياتولو په امكاناتو هم خبرې وشوې۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه مرسته لا فعاله كولو له د جوائنټ وركنګ ګروپ جوړولو پرېكړه هم وكړه۔ په ملاقات كښې د آسټرېليا كركټ لوبډلې د پاكستان راتلونكې دورې په اړه هم خبرې وشوې۔ په دې وفاقي وزير محسن نقوي خپل آسټرېلوي همڅنګ لوبډلې لپاره امنيتي انتظاماتو څخه خبر كړو۔ د ملاقات په پايه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي خپل آسټرېلوي همڅنګ ته د پاكستان دورې باضابطه بلنه وركړه۔ دواړو دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطو او مستحكمولو له د خپل عزم پخلے هم وكړو۔

مزید خبریں