پاكستان د اپ سکیلنګ ګرين پاكستان پروګرام له مخې د ځنګلونو بحالۍ٬ د شجركارۍ ودې او د ماحولياتي نظام مضبوطولو په اړه ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ډاكټر مصدق ملك

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي پاكستان د اپ سکیلنګ ګرين پاكستان پروګرام له مخې د ځنګلونو د بحالۍ٬ د شجركارۍ ودې او ماحولياتي نظام مضبوطولو په اړه ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔دا خبره ده د زيارت په ورځ د COP30 په موقع د موسمياتي بدلون وزارت تر سيوري لاندې د سائيډ ايونټ" “Upscaling the Green …

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي پاكستان د اپ سکیلنګ ګرين پاكستان پروګرام له مخې د ځنګلونو د بحالۍ٬ د شجركارۍ ودې او ماحولياتي نظام مضبوطولو په اړه ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔دا خبره ده د زيارت په ورځ د COP30 په موقع د موسمياتي بدلون وزارت تر سيوري لاندې د سائيډ ايونټ” “Upscaling the Green Pakistan Programme (UGPP): A Success Story)” ته خاص وډيو پیغام كښې وكړه ۔ د دستورې مقصد د پاكستان ځنګلونو تحفظ٬د للمو بحالي او د شجركارۍ پراخه پروژو په اړه پېشرفت نړيوالې ورورولۍ ته ورمخې ته كول وو۔ايونټ كښې د ماحوليات نړيوالو پوهانو٬ د پرمختيائي ادارو استازو او د نړيوالو ماحولياتي تنظيمونو غړو ګډون كولو ۔ په دې مهال د ځنګلات بحالۍ او موسميتي لچك يو خاص پينل ډسكشن هم وشو۔په خپل خطاب كښې ډاكټر مصدق ملك ووئيل په نړيواله كچه د موسمياتي مباحثو محور ګرين هاؤس ګيسونو كښې كمے دے كوم چې په بنيادي توګه د كاربن ډائي آكسائيډ اخراج د لارې تللے كيږي۔ده ووئيل “حقيقي ضرورت د كاربن ډائي آكسائيډ اخراج كښې كمي سره د داسې قدرتي نظامونو وده ده كوم چې په لويې مقدار د كاربن جذب كولو صلاحيت لري۔ ده ووئېل اونې په اصل كښې هغه فيكټرۍ دي كومې چې ماحول څخه كاربن ډائي آكسائيډ جذب او آكسيجن پيدا كوي۔د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ووئيل اونې نه يوازې اخراج كښې كمے (Mitigation) لپاره ضروري دي بلكې موسمياتي موافقت(Adaptation) لپاره هم مهم كردار ادا كوي