اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په رياض كښې د اسلامي يووالي په اړه لوبو كښې د پاکستاني جيولن ډلې د غوره کارکردګۍ ستائنې كولو سره ارشد نديم ته په سر زرو او محمد ياسر ته په سلور ميډال ګټلو مباركي وركړې ده ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د پاکستان جيولن لوبغاړو په …
وزيراعظم شهباز شريف ارشد نديم ته په سرو زرو او محمد ياسر ته په سلور ميډال ګټلو مباركي وركړه
اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په رياض كښې د اسلامي يووالي په اړه لوبو كښې د پاکستاني جيولن ډلې د غوره کارکردګۍ ستائنې كولو سره ارشد نديم ته په سر زرو او محمد ياسر ته په سلور ميډال ګټلو مباركي وركړې ده ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د پاکستان جيولن لوبغاړو په ګرده نړۍ كښې د قام او هېواد نامه روښانه كړې ٬ ارشد نديم او محمد ياسر په کمال محنت او هنر د اسلامي يووالي لوبو كښې كاميابي ترلاسه كړې ده ۔ وزيراعظم ووئيل لوبغاړو د كوچز په خوارۍ د هېواد او قام نامه روښانه كړې ده۔۔ وزيراعظم په مختلف فارميټس كښې د لوبغاړو غوره کارکردګي خوشبينه ګرځولو سره ووئيل ځوانانو ته د لوبو ښې موقعې وركولو لپاره حكومت په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي












