امنېتي ځواكونو په كرم ضلع كښې د دوو كاميابو عملياتو په مهال 23 ترهګر ووژل۔ آئي اېس پي آر

پېنډۍ 20 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په كرم ضلع كښې په دوو كاميابو عملياتو كښې د هند ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج 23 ترهګر وژلي دي ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع ترلاسه كېدو امنيتي ځواكونو ټارګټډ آپريشن پېل كړو او د كاروائۍ په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو ژالې په موثره توګه …

پېنډۍ 20 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په كرم ضلع كښې په دوو كاميابو عملياتو كښې د هند ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج 23 ترهګر وژلي دي ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع ترلاسه كېدو امنيتي ځواكونو ټارګټډ آپريشن پېل كړو او د كاروائۍ په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو ژالې په موثره توګه په نښه كړې٬ د ډزو په تبادله كښې 12 خوارج ووژل شول٬ په دې سيمه كښې د يوې بلې خوارج ډلې د موجودګۍ په اطلاع دوېمه كاروائي وشوه چې پكښې امنيتي ځواكونو نور 11 ترهګر ووژل٬ امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې د عزم استحکام وژن له مخې په سيمه كښې د هر ډول د هند ملاتړ لرونكو خوارجو خاتمې لپاره عمليات روان ساتلې دي دغسې چې د كورني او غېر ملكې ملاتړ لرونكو ترهګرو خطر خاتمه وكړې شي