اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي ماشومان د كوم هم قام قيمتي اثاثه وي ٬دوي ته د پرمختګ يو برابر موقعې وركول قامي ذمه واري ده٬پاكستان ماشومانو ته معياري تعليم٬ښه صحت٬مؤثر تحفظ او د پرمختګ يو برابر موقعې وركول نه يوازې د رياست بلكې د ټولنې هر كس قامي ذمه واري ګڼي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ماشومانو نړيوالې ورځ په …
ماشومان د كوم هم قام قيمتي اثاثه وي ٬دوي ته د پرمختګ يو برابر موقعې وركول قامي ذمه واري ده۔سردار اياز صادق
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي ماشومان د كوم هم قام قيمتي اثاثه وي ٬دوي ته د پرمختګ يو برابر موقعې وركول قامي ذمه واري ده٬پاكستان ماشومانو ته معياري تعليم٬ښه صحت٬مؤثر تحفظ او د پرمختګ يو برابر موقعې وركول نه يوازې د رياست بلكې د ټولنې هر كس قامي ذمه واري ګڼي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ماشومانو نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې وكړه ۔ ده ووئېل هر كال د نومبر په 20مه نيټه د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې په ټوله نړۍ كښې د ماشومانو ورځ لمانځلې كيږي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل ماشومان د غربت٬جبري مشقت٬تشدد٬استحصال٬غذائي قلت٬جنسي جرائم او تعليم څخه محرومۍ غوندې سنګينو مسئلو سره مخ دي د كومو حل لپاره چې سمدستي او موثر اقدامات ضروري دي۔ده د ماشومانو په ضد هر ډول ظلم او تشدد مخ نيوي لپاره قانون سازۍ سره سره د دې مؤثر نفاذ هم د باوري كولو په ضرورت زور راوړو۔












