د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د سعودي سفير ملاقات٬د مرستې په زياتولو او په امنيتي چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي ملاقات كړے دے ۔په ملاقاك كښې پاك سعودي اړيكو٬دوه اړخيزه مرستې زياتولو او په امنيتي چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د شورو په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې سعودي عرب سفير ډپلوميټك انكليو كښې د سعودي عرب سفارتخانې ته په راتګ د وفاقي وزير …

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي ملاقات كړے دے ۔په ملاقاك كښې پاك سعودي اړيكو٬دوه اړخيزه مرستې زياتولو او په امنيتي چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د شورو په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې سعودي عرب سفير ډپلوميټك انكليو كښې د سعودي عرب سفارتخانې ته په راتګ د وفاقي وزير محسن نقوي هركلے وكړو۔په ملاقات كښې په پاك سعودي اړيكو ٬ دوه اړخيزه مرستې زياتولو او په امنيتي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔سعودي سفير اسلام آباد كچهري سره نزدې د ځانمرګې چاودنې غندنه وكړه او د چاودنې له امله په شوي زيان يې د افسوس څرګندونه وكړه۔د سعودي سفير د مسئلې په حل كښې په مثبت كردار ادا كولو د پاكستان حكومت مننه وكړه او په دې لړ كښې به رسمي لوظ نامه راتلونكې اونۍ سعودي عرب كښې لاس ليك كولې شي۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو داخله وزارت ترمينځه مرستې ته په پراختيا وركولو هم خبرې وشوې۔سعودي سفير ووئېل د پاكستان اولس سره په اړيكو وياړ لرو ۔داخله وفاقي سېكرټري محمد خرم آغا هم په دې موقع موجود ؤ