اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د پېښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ لميټډ(پيسكو)سينئر چارواكو اسلام آباد كښې ملاقات كړے دے۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاور ايډېشنل سېكرټري٬د پيسكو چيف او نور سينئر افسران شامل وو او د كشمير چارو ايډېشنل سېكرټري كامران خان هم په دې موقع موجود ؤ ۔پيسكو چارواكو …
د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د پيسكو سينئر چارواكو ملاقات
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د پېښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ لميټډ(پيسكو)سينئر چارواكو اسلام آباد كښې ملاقات كړے دے۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاور ايډېشنل سېكرټري٬د پيسكو چيف او نور سينئر افسران شامل وو او د كشمير چارو ايډېشنل سېكرټري كامران خان هم په دې موقع موجود ؤ ۔پيسكو چارواكو وفاقي وزير ته د پيسكو پرمختيائي پروژو ELR، DOP او نوې ګرډ سټيشنز په اړه بريفنګ وركړو۔ بريفنګ كښې د 132 كے وي ګرډ سټېشن پورن جوړېدو پشمول د ګڼ شمېر پروژو د پېشرفت نه وفاقي وزير خبر كړے شو ۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام پيسكو چارواكو ته هدايت وكړو چې په خېبرپښتونخوا كښې پرمختيائي كارونو او د نوې ګرډ سټېشينز جوړولو عمل ګړندے كړئ دغسې چې اولس ته ښه او مستحكمه بجلي باوري كړې شي












