د پاكستان او انډونيزيا ځواكونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي تربيي لپاره شريك مشق په كاميابۍ سره تر سره شو

پينډي 19 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او انډونيزيا ځواكونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي آپريشنز تربيي لپاره شريك مشق په كاميابۍ سره تر سره شو۔د شورو په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاكستان-انډونيزيا د ترهه ګرۍ مخ نيوي پوځي مشق"شاهين سټرائيك_ټو" په كاميابۍ سره پاې ته ورسېد۔دواړو هېوادونو شريك پوځي مشق د 8 نه تر19 نومبر دوام …

پينډي 19 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او انډونيزيا ځواكونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي آپريشنز تربيي لپاره شريك مشق په كاميابۍ سره تر سره شو۔د شورو په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاكستان-انډونيزيا د ترهه ګرۍ مخ نيوي پوځي مشق”شاهين سټرائيك_ټو” په كاميابۍ سره پاې ته ورسېد۔دواړو هېوادونو شريك پوځي مشق د 8 نه تر19 نومبر دوام لرلؤ ۔د دې مشق بنيادي مقصد ترهه ګرۍ مخ نيوي آپريشنز ؤ ۔په دې مشق كښې پاكستان آرمي او انډونيشين آرمي خاص جنګي ډلو برخه اخسته او ټول تربيتي مقاصد كاميابۍ سره ترلاسه كړے شول ۔د مشق رسمي اختتام په 18 نومبر وشو او اختتامي دستوره كښې د پاكستان جنرل آفيسر د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو او د انډونېزيا لخوا سينئر پوځي چارواكي هم موجود وو۔د شريك مشق په مهال د دواړو هېوادونو ډلو د اعلٰی پيشه وره مهارت٬آپرېشنل قابليت او بشپړه همغږۍ څرګندونه وكړه ۔تربيت كښې بلټ اپ ايرياز كښې كاروائۍ٬ د ترهه ګرۍ مخالف تكنيك او آئي اي ډيز مخ نيوي له جديد طريقه كار ته خاص پام لرنه وشوه ۔آئي اېس پي آر ووئيل مشق “شاهين سټرائيك II” د پاكستان او انډونېزيا ترمينځه د اوږدې مودې عسكري اړيكې لا قوي كولو كښې مهم كردار ادا كړو او د دواړو هېوادونو مرسته نوې سنګ ميل ته ورسولې شوه۔