زيورخ۔ 18 نومبر (اے پي پي) د فيفا ورلډ كپ ټكټ لرونكي به د ائير ټي اسائمنټ شېډول سسټم(فيفا سسټم) تر مخه د امرېكې سفر لپاره وېزا انټرويوز كښې خاص ترجيح تر لاسه كولې شي ۔دا ګام د امرېكې خارجه محكمې د اړخه معرفي كړے شوے دے او د فيفا تر مخه ياد سسټم به د كال 2026 په پېل كښې فعاله كړے شي۔ د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ ٬ …
فيفا ورلډ كپ 2026 كښې ټكټ لرونكو ته به د امرېكې وېزا لپاره اټرويوز كښې اسانۍ تر لاسه وي

مزید خبریں
زيورخ۔ 18 نومبر (اے پي پي) د فيفا ورلډ كپ ټكټ لرونكي به د ائير ټي اسائمنټ شېډول سسټم(فيفا سسټم) تر مخه د امرېكې سفر لپاره وېزا انټرويوز كښې خاص ترجيح تر لاسه كولې شي ۔دا ګام د امرېكې خارجه محكمې د اړخه معرفي كړے شوے دے او د فيفا تر مخه ياد سسټم به د كال 2026 په پېل كښې فعاله كړے شي۔ د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ ٬ خارجه وزير ماركوروبيو ٬ داخله وزير كرسټي نوم٬ د سپنې ماڼۍ ټاسك فوس او د فيفا صدر جيوني انفنټينو په شتوالي كښې سپينه ماڼۍ كښې د تابيا شوې دستورې په مهال د دې سهولت رسمي اعلان وكړے شو۔ د دې سروس مقصد هر خوښي لرونكې ته په ترحيحي بنيادونو د وېزا انټرويو موقع وركول دي څوك جې په امرېكا كښې د مېچونو ټكټ اخلي۔ د فيفا تر مخه دا اعلان د ورلډ كپ چمتوالي نيولو په اړه يو مهم سنګ ميل دے او د فيفا او سپېنې ماڼۍ ټاسك فورس تر مينځه د قوي مرستې عكاسي كوي ۔ د فيفا صدر ووئېل امريكا د نړۍ هر كلے كوي ٬ مونږ عمر له وئېلې دي چې دا د تاريخ د ټولو نه لوي او جامع ورلډ كپ به وي او فيفا د دې واضحه ثبوت لري ۔










