د افغان طالبان رجيم او فتنه الخوارج د اسلام په نامه پټه ناوړه څيره افشا شوه

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د افغان طالبان رجيم او فتنه الخوارج د اسلام په نامه پټه ناوړه څېره افشا شوې٬ دوي د اسلام مقدس نوم خپل ناوړه او ناپاك مقصدونو لپاره كاروي۔ د تفصيلاتو له مخې دا ھغه خلق دي څوك چې د اسلام په څېر د امن دين د ترهګرۍ علامت ښكاره كولو هڅې كوي ٬ د بې ګناه خلقو وينه تويول ٬ ځانمرګي بريدونه كول …

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د افغان طالبان رجيم او فتنه الخوارج د اسلام په نامه پټه ناوړه څېره افشا شوې٬ دوي د اسلام مقدس نوم خپل ناوړه او ناپاك مقصدونو لپاره كاروي۔ د تفصيلاتو له مخې دا ھغه خلق دي څوك چې د اسلام په څېر د امن دين د ترهګرۍ علامت ښكاره كولو هڅې كوي ٬ د بې ګناه خلقو وينه تويول ٬ ځانمرګي بريدونه كول او جوماتونه په نښه كول اسلام نه دے بلكې د انسانيت په ضد جنګ دے٬ افغان طالبان رجيم يو خوا د امارات اسلامي خبره كوي او بلخوا هندوتوا نظريې ته لاس وركوي٬ د امارتِ اسلاميه آفيشل او نان آفيشل اکاؤنټس شپه او ورځ پاكستان ته د بريدونو دړكې وركوي۔ افغان طالبان رجيم په هند كښې د چاٶدنو غندنې كوي او په پاكستان كښې په ترهګرۍ غلي دي٬ دوئي هند سره خپله وفاداري ثابتوي۔ اسلام د امن او امان امر كړے خو افغان رجيم او فتنه الخوارج د كركې او بربريت علَمبردار دي٬ د افغان طالبان رجيم او فتنه الخوارج ناوړه څيره اوس نړۍ ته رامخې ته شوې ده۔

مزید خبریں