ځينې ميډيا هاؤسز د نوټس نه غېر خبريالان د ملازمتونو څخه اخوا كړي٬د خبريالانو د حقونو تحفظ به باوري كولې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي ځينې ميډيا هاؤسز د نوټس نه غېر خبريالان د ملازمتونو څخه اخوا كړې دي ٬راتلونكې اونۍ به ميډيا مالكانو سره په ملاقات كښې دا معامله پورته كولې شي٬ د نكته پليټ فارم اخوا كړو خبريالانو ته به ملازمتونه وركولې شي٬د خبريالانو د حقونو تحفظ به باوري كولې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ …

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي ځينې ميډيا هاؤسز د نوټس نه غېر خبريالان د ملازمتونو څخه اخوا كړې دي ٬راتلونكې اونۍ به ميډيا مالكانو سره په ملاقات كښې دا معامله پورته كولې شي٬ د نكته پليټ فارم اخوا كړو خبريالانو ته به ملازمتونه وركولې شي٬د خبريالانو د حقونو تحفظ به باوري كولې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئيل ميډيا نمائندګانو نن د غونډې څخه واك آؤټ وكړ٬ د دې نه پس زه او امين الحق هغوي له لاړو٬د هغوي درې څلور غوښتنې وې كوم چې بيخي جائز دي٬ په تېرو ورځو كښې ځينې ټي وي چينلز د نوټس نه غېر٬د كوم سبب نه غېر او د ايډوانس تنخاګانو نه غېر ګڼ شمېر ملازمين برطرف كړي چې پكښې وركنګ جرنلسټ هم شامل دي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل ميډيا ادارو ته د حكومت لخوا ادائيګۍ په وخت كيږي او پي بي اے او اے پي اين ايس سره هر ملاقات كښې هم دغه درخواست كيږي چې د ادائيګو ګټه ميډيا وركرز او جرنلسټس ته رسول پكار ده۔ده ووئيل په دې لړ كښې پي بي اے او اے پي اين اسې سره راتلونكې اونۍ مهم ميټنګ ترسره شوے۔عطاﺀ الله تارړ ووئيل نن هم د پي ايف يو جے يو پلاوې ما سره ملاقات كړے چې پكښې افضل بټ٬مظهر عباس٬آصف بشير چوهدري٬صاحبزاده ذوالفقار او نيئر علي شامل وه٬د هغوي په موجودګۍ كښې دا ترسره شوه چې پي ايف يو جے به خپل چارټر آف ډيمانډ وړاندې كړي كوم به چې راتلونكې اونۍ ميډيا مالكان ته وړاندې كولې شي او پي بي اے او اے پي اين ايس سره به د دې اوږد مهاله حل راويستلې شي۔وفاقي وزير ووئيل اليكټرنك او د پرنټ ميډيا ملازمينو د حقونو تحفظ طريقه كار موجود دے٬ورځپاڼو لپاره د آئي ټي اين اي او نور فورمز كار كوي او پيمرا كښې كونسل آف کمپلینټس هم موجود دے چې پكښې د پي ايف يو جے غړي شامل وي خو د د ډيجيټل ميډيا ملازمين لپاره دا مهال كوم داسې ميكنزم موجود نه دے چرته چې هدوي خپلې مسئلې پورته كړي۔ وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئېل حكومت ريګوليشنز جوړ كړې دي ٬قانون سازي هم بشپړه شوې او نكته پليټ فارم څخه چې كوم خبريالان د ملازمتونو څخه اخوا كړې شوي٬هغوي ټولو لپاره به راتلونكو 48 ساعتو كښې ملازمتونه وركولې شي۔ده په نېشنل پريس كلب د بريد په اړه ووئيل د اطلاعات وزير په توګه هغه مهال ما ښكاره موقف خپل كړے ؤ چې دا بريد داسې دے لكه چې زما په كور وي٬په دې اړه داخله وزارت سره خبرې روانې دي او په اين پي سي د بريد رپورټ به سبا جمع كړے شي د دې نه پس به په ګډه د هغې حل راويستلې شي۔ د اطلاعات وزير ووئيل زه ټول د صحافتي ادارو استازي پي بي اے٬اے پي اين ايس٬سي پي اين اي٬پي ايف يو جے او اين پي سي خپل حلق ګڼم او د خبريالانو مسئلو حل كولو ته وړومبې پام لرنه كوم ۔ده باور وركړو چې د ټولو خبريالانو د حقونو به تحفظ باوري كړے شي۔