اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د پاكستان ګرين پاسپورټ عزت زياتېږي٬پاكستان خپل لوي دښمن ته ماتې وركړې ده ۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال طارق فضل چوهدري ووئېل په ټوله نړۍ كښې د پاكستان په عزت كښې ښه والے راغلے دے٬د پاسپورټ عزت او تكريم كښې اضافه كيږي٬ د پاكستان پاسپورټ د …
د شين پاسپورټ عزت زياتېږي ٬پاكستان خپل لوي دښمن ته ماتې وركړي۔طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د پاكستان ګرين پاسپورټ عزت زياتېږي٬پاكستان خپل لوي دښمن ته ماتې وركړې ده ۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال طارق فضل چوهدري ووئېل په ټوله نړۍ كښې د پاكستان په عزت كښې ښه والے راغلے دے٬د پاسپورټ عزت او تكريم كښې اضافه كيږي٬ د پاكستان پاسپورټ د نړۍ په ټاپ 100 پاسپورټونو لسټ كښې راغلے٬ د فري ويزه وركوونكو هېوادونو شمېره كښې اضافه كيږي۔ د پارليماني چارو وفاقي وزير ووئيل مشين ريډ ايبل پاسپورټ نه پس اي پاسپورټ سسټم ته منتقل شوے٬اوس به په پاسپورټ چپ لګيدلے وي٬ټول تفصيلات به په هغې موجود وي٬نادرا به هم دغې سره منسلك وي۔ده ووئيل اوس پاكستانې پاسپورټ جعلي نشي جوړېدې٬راتلونكې كښې به اي پاسپورټ هم ترلاسه شي










