اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د دويم نړيوال سماجي پرمختګ كنفرنس په موقع د قطر نائب وزيراعظم او دفاع وزير شيخ سعود بن عبدالرحمان بن حسن بن علي آل ثاني ملاقات كړے او دوه اړخيزه اړيكو٬دفاعي مرستې او د سيمه ايز سلامتيا په چارو يې د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د قطر نائب وزيراعظم او دفاع وزير شيخ سعود بن عبدالرحمان بن حسن بن علي آل ثاني ملاقات٬دوه اړخيزه اړيكو٬دفاعي مرستې او د سيمه ايز سلامتيا به چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د دويم نړيوال سماجي پرمختګ كنفرنس په موقع د قطر نائب وزيراعظم او دفاع وزير شيخ سعود بن عبدالرحمان بن حسن بن علي آل ثاني ملاقات كړے او دوه اړخيزه اړيكو٬دفاعي مرستې او د سيمه ايز سلامتيا په چارو يې د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او قطر ترمينځه تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ستائېلو سره ووئېل دواړه هېوادونه دفاع٬سلامتيا٬تربيت او دفاعي پېداوار په څانګو كښې د مرستې په خپلولۍ تړلې شوې دي۔ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو پوځونو ترمينځه موجوده مرسته پرله پسې قوي كيږي٬ده شريك پوځي مشقونو ٬دفاعي ټېكنالوجۍ او د پوهانو تبادلې د لارې مرستې ته لا پراختيا وركولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل داسې اقدامات به په منطقه كښې امن او د استحكام وده كښې مرستياله ثابت شي۔د قطر نائب وزيراعظم شيخ سعود بن عبدالرحمان بن حسن بن علي آل ثاني د پاكستان ځواكونو پيشه وره مهارت وستائېلو او پاكستان سره دفاعي اړيكې لا قوي كولو له يې د عزم پخلے وكړو ۔هغه شريك دفاعي پېداوار او په مرستې اډانه پروژو كښې د قطر خوښۍ لرلو سره ووئېل قطر سباؤن كښې دې پروژو ته د پراختيا وركولو عزم لري۔هغه د افغانستان په شخړه كښې امن او استحكام لپاره د قطر كردار هم باور وركړو۔صدر مملكت آصف علي زرداري د قطر پرله پسې ملاتړ مننه كولو سره ووئېل پاكستان دفاع او سلامتيا پشمول بيلو څانګو كښې د قطر سره خپله تزويراتي شراكتداري لا قوي كولو له عزم لري۔په دې موقع وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري٬د پاكستان پيپلزپارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او په قطر كښې د پاكستان سفير هم موجود وو۔










