حكومت د ټېكنالوجۍ مينو فيكچرنګ او ډيجيټل پرمختګ ودې لپاره عزم لري۔شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د انفارميشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي د كروم بك اسمبلۍ لائن څخه به ځايې روزګار او صنعتي هلې ځلې زياتې شي ٬حكومت ټېكنالوجي مينوفيكچرنګ او ډيجيټل پرمختګ ودې عزم لري۔د شورو په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د اين آر ټي …

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د انفارميشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي د كروم بك اسمبلۍ لائن څخه به ځايې روزګار او صنعتي هلې ځلې زياتې شي ٬حكومت ټېكنالوجي مينوفيكچرنګ او ډيجيټل پرمختګ ودې عزم لري۔د شورو په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د اين آر ټي سي هري پور دوره وكړه ٬پاكستان كښې د امريكې سفارتخانې ناظم الامور نټالي بيكر هم د هغې سره ؤ ۔ د ګوګل پلاوي كښې د ګوګل ګلوبل منيجنګ ډائرېكټر كيون كيلز٬ د پاكستان كنټري ډائرېكټر فرحان قرېشي٬عمر فاروق٬چيف ايګزيكټو افسر ټيك ويلي او نور آفيشلز شامل وو٬د ايم ډي اين آر ټي سي بريګيډيئر(ر)محمد خالد٬ ډپټي ايم ډي او د دوي ډلو د پلاوي هركلے وكړو۔ګډون كوونكو ته د اين آر ټي سي انيټياټوز او كروم بلك اسمبلۍ په پروژه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔بريفنګ نه پس پلاوي د كروم بك اسمبلۍ لائن څارنه وكړه٬كروم بك اسمبلۍ لائن ګوګل٬الائيډ آسټرېليا٬اين آر ټي سي او ټيك ويلي پاكستان په اشتراك سره جوړ كړے شوے٬دا سنګ ميل د پاكستان ډيجيټل او معاشي خود انحصارۍ مهم ګام دے۔د آئي ټي وفاقي وزير شزه فاطمه خواجه ووئيل دا پروژه د وزيراعظم ډيجيټل نېشن وژن عملي تعبير دے۔