لاهور 05 نومبر (اے پي پي) د سکھ مذهب روحاني پيشوا بابا ګورو نانک ديو جي556م زېږون دستورې په ننکانه صاحب كښې پائې ته ورسېدلې ، متروکه وقف املاک بورډ، د مذهبي چارو وزارت په انتظام كښې مرکزي دستوره ګوردواره جنم استھان ننکانه صاحب كښې د شورو په ورځ وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير سردار يوسف دستورې ته د وېنا په مهال ووئيل ټول مذهبونه د احترام جوګه او …
د بابا ګورو نانك ديو جي 556م زېږون دستورې ترسره شوې٬ ټول مذهبونه د احترام جوګه او د امن درس وركوي۔ وفاقي وزير سردار يوسف

مزید خبریں
لاهور 05 نومبر (اے پي پي) د سکھ مذهب روحاني پيشوا بابا ګورو نانک ديو جي556م زېږون دستورې په ننکانه صاحب كښې پائې ته ورسېدلې ، متروکه وقف املاک بورډ، د مذهبي چارو وزارت په انتظام كښې مرکزي دستوره ګوردواره جنم استھان ننکانه صاحب كښې د شورو په ورځ وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير سردار يوسف دستورې ته د وېنا په مهال ووئيل ټول مذهبونه د احترام جوګه او د امن درس وركوي٬ مذهب خپل خپل خو انسانيت يو دے۔ ده ووئيل د بابا ګورو نانك د زېږون ورځ دستورو په موقع د متروکه وقف املاک بورډ ډلې صوبائي محکمو او نورو اړوندو ادارو د ياتريانو ښه مېلمستيا لپاره خاص انتظامات كړي او د كروړونو روپۍ يې خرڅ كړي دغسې چې سکھ ياتري له قلار او ښه سهولتونه وركړې شي۔ ده ووئيل اوسني سېلاب كښې ګوردواره دربار صاحب کرتار پور ته زيان چې ورسېد نو وزيراعظم شهباز شريف په احکامات په 24 ساعتو كښې ګوردواره صاحب بحال كړې شوه۔ په دې موقع هند څخه راغلي اکال تخت ګياني کلديب سنګھ ګړګج ووئيل زمونږ د پاكستان خاورې سره عشق دے٬ دلته مونږ په آزادۍ سره ګرځوو٬ په مونږ هېڅ ډول بنديز نشته۔










