اسلام آباد۔5نومبر (اے پي پي) د خزانې وزیر صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي د توان په بيعو او پالیسي ریټ كښې کمے ، کاروبارو او سرمایه کارۍ كښې آسانۍ او ټیکس ډھانچه كښې اصلاحات غوندې اقدامات په نتیجه كښې د نړيوالو سرمایه کارو د هېواد په معیشت باور زيات شوے دے ۔ د شورو د په ورځ د سماجې رابطې په ویب سائټ ’’ایکس‘‘ خپل پوسټ كښې هغه ووئېل اوورسیز …
د او آئي سي سي آئي سروے نتائج خوش آئند دي ،د نړيوالو سرمایه کارو باور زيات شوے،د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد

مزید خبریں
اسلام آباد۔5نومبر (اے پي پي) د خزانې وزیر صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي د توان په بيعو او پالیسي ریټ كښې کمے ، کاروبارو او سرمایه کارۍ كښې آسانۍ او ټیکس ډھانچه كښې اصلاحات غوندې اقدامات په نتیجه كښې د نړيوالو سرمایه کارو د هېواد په معیشت باور زيات شوے دے ۔ د شورو د په ورځ د سماجې رابطې په ویب سائټ ’’ایکس‘‘ خپل پوسټ كښې هغه ووئېل اوورسیز انوسټرز چیمبرآف کامرس ایند اندسټریز( او آئي سي سي آئي) د اړخه پاکستان كښې د کاروبار او سرمایه کارۍ په اړه د سروے نتائج خوش آئند دي ، سروے كښې 73 فیصد سوداګرو او سرمایه کارو پاکستان کاروبار او تجارت لپاره مناسب هېواد ګړرځولے دے ، په تېره سروے كښې دا شرح 61 فیصد وه ۔ د خزانې صلاحكار ووئېل د سروے نتائج نه عکاسي كېږي چې اصلاحات ، معاشي بحالي ، د کرنسۍ استحکام ، ګرانۍ كښې کمے ،زري و مالي نظم و ضبط او د بهر کھاتو كښې استحکام په اړه اقدامات په سم لوري روان دي ، د هېواد په معیشت د ڼړيوالو ادارو باور زياتېږي ۔ هغه ووئېل د صنعتونو او كر كېلې څاڼكو لپاره د بجلۍ یونټ د 38 روپو نه 23 كړے شوے دے ۔










