دوحه 05 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي آصف علي زرداري دوحه كښې د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د قطر امير د صدر مملكت هركلي كولو سره د هغه دوحه ته په راتګ مننه وكړه۔ده ووئيل چې قطر د پاكستان او د هغوي په كاميابو وياړ لري۔د قطر …
صدر مملكت آصف علي زرداري دوحه كښې د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات٬سياسي٬اقتصادي او كلتوري څانګو كښې د مرستې په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
دوحه 05 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي آصف علي زرداري دوحه كښې د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د قطر امير د صدر مملكت هركلي كولو سره د هغه دوحه ته په راتګ مننه وكړه۔ده ووئيل چې قطر د پاكستان او د هغوي په كاميابو وياړ لري۔د قطر امير د پاكستان كميونټۍ كردار ستائنه وكړه او د دې په شمېره كښې يې د لا زياتوالي خواهش څرګند كړو ۔صدر مملكت د قطر امير ته د پاكستان حكومت او اولس لخوا د نيكو هيلو پیغام رسولو سره د قطر د ښه پرمختګ او د امير د زيرك قيادت ستائېنه وكړه ۔دواړو لارښودو د پاكستان او قطر ترمينځه د تاريخي او د ورورولۍ اړيكو پخلے وكړو چې په ايمان٬شريك باور و امن٬خوشحالۍ او د اسلامي نړۍ پرمختګ لپاره په شريكو خواهشاتو اډانه دي۔صدر مملكت د مكالمې او انساني سفارت كارۍ يو مركز په توګه د قطر زيات شوے نړيوال كردار هم وستائېلو او د غزه خلقو لپاره يې د جنګ بندۍ او د انساني مرستې وكالت كښې د قطر د امير قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔صدر آصف علي زرداري د پاكستان غېر متزلزل يو والي پخلې كولو سره د قطر په ضد د اسرائيل جارحيت د پاكستان لخوا سخته غندنه او په نړيوال فورمز د قطر خپلواكۍ لپاره د پرله پسې سفارتي ملاتړ ذكر هم وكړو۔د قطر امير د پاكستان او سعودي عرب په اوسني دفاعي لوظ نامه د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئېل دا يو خوشبينه او په وخت اقدام دے كوم چې وړاندې كول پكار وو۔ده ووئيل پاكستان چين٬لويديزو او خليجي رياستونو سره په يو وخت سټرټيجك اړيكې په ځې ساتونكې هېواد په توګه يو ځانګړے مقام لري۔دواړو لارښودو سياسي٬اقتصادي او كلتوري څانګو كښې مرستې لا قوي كولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔صدر مملكت دفاعي او دفاعي پېداوار كښې د مرستې زياتولو وړاندېز وكړو د كوم چې د قطر امير مثبت ځواب وركولو سره اړوندو چارواكو ته پاكستان سره د سمدستي خبرو اترو پېل كولو هدايت وكړو۔صدر مملكت د كركيلې او غذائي تحفظ كښې مرستې زياتولو تجويز هم وركړو۔صدر مملكت پاكستان كښې د زياتې شوې د قطر سرمايه كارۍ هركلي كولو سره دا باور څرګند كړو چې د قطر امير په مشرۍ كښې به دوه اړخيزه مرسته زياتيږي۔ده د قطر فنډ فار ډويلپمنټ٬ايجوكېشن ابو وآل فاؤنډېشن او د نورو قطري بشري يو والي اقدامات ستائنې كولو سره د تعليم او كلتور تبادلې مخ په وړاندې بوتللو له د شيخ موزه بنت ناصر او شيخ المياسه بنت حمد الثاني ته په خاص توګه پيرزوئنې وړاندې كړی۔صدر مملكت آصف علي زرداري په افغانستان د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د دوحه عمل دغونډې كوربتوب او سهولت كښې د قطر كردار وستائېلو كوم كښې چې مئي 2023 او فروري 2024 كښې شوې وړومبۍ او دوئمه دور غونډې هم شاملې دي چا چې بشري يو والي٬پرمختګ او د سلامتيا چارو د نړيوالې رابطه كارۍ ملاتړ كړے۔د قطر امير دا هيله څرګنده كړه چې پاكستان او افغانستان به خپل موجوده مسائل حل كړي او اوسنو چېلنجونو څخه به مخ په وړاندې لاړ شي۔صدر مملكت د قطر امير ته د پاكستان دورې بلنه وركولو سره سيمه ايز امن٬پرمختګ او شريكې خوشحالۍ لپاره د قطر سره شراكتدارۍ لا قوي كولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔د قطر امير بلنه قبلولو سره صدر مملكت ته ووئيل چې د راتلونكې كال په پېل كښې به د پاكستان دوره كوم۔په ملاقات كښې د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او په قطر كښې د پاكستان سفير هم موجود وو۔










