د وفاقي وزير حنيف عباسي د مريم اورنګزيب سره ملاقات٬ د پاكستان ريلوے او پنجاب حكومت په همكارۍ سره په پرمختيائي پروژو تفصيلي خبرې

لاهور 05 نومبر(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د شورو په ورځ د پنجاب د سينئر وزيرې مريم اورنګزيب سره ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان ريلوے او پنجاب حكومت په همكارۍ سره په روانو او مجوزه پرمختيائي پرووو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د ريلوے د مختلف انفراسټركچر پروژو په خاص توګه 8 برانچ لائنز اپ ګريډېشن د چارو جاج واخست۔په …

لاهور 05 نومبر(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د شورو په ورځ د پنجاب د سينئر وزيرې مريم اورنګزيب سره ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان ريلوے او پنجاب حكومت په همكارۍ سره په روانو او مجوزه پرمختيائي پرووو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د ريلوے د مختلف انفراسټركچر پروژو په خاص توګه 8 برانچ لائنز اپ ګريډېشن د چارو جاج واخست۔په دې موقع د غېر محفوظو ليول كراسنګز محفوظولو او د دغې په جديد ډول به اپ ګريډېشن په پېشرفت هم غور وشو ۔دغسې د پنجاب ټورازم ډيپارټمنټ په اشتراك لاهور٬پېنډي او ټيكسلا ريلوے اسټيشنز د رنګ روغن په منصوبو هم تفصيلي خبرې وشوې۔مريم اورنګزيب ووئيل د ټورازم ډيپارټمنټ لخوا د دې اسټيشنز ماډل جوړ كړے شوي او ډېر زر پرې د عملي كار پیل كېدل دې۔په غونډه كښې د ګرين كوريډور پروژه د پېشرفت هم جاج واخستلے شو كومه چې د شاهدره څخه كوټ لكهپت ريلوے ټريك سره د يو جديد او ماحول دوسته منصوبه ده٬په دې اړه د ځنګلات محكمې په مرسته د ريلوے لائن سر د شجركارۍ په پروژه هم خبرې وشوې۔دواړو وزيرانو د لاهور نه تر پینډۍ د فاسټ ټرين پروژې په پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ٬ دا پروژه به دېره زر بشپړولې شي دغسې چې اولس ته تند٬محفوظ او جديدې سفري آسانۍ وركړی شي۔د ملاقات په اختتام مريم اورنګزيب او محمد حنيف عباسي د ريلوے ټولو پرمختيائي پروژې د وفاق او صوبائي مرستې سره مخ په وړاندې بوتللو ته اتفاق وكړو۔