وفاقي وزېرې شزه فاطمه خواجه سيمه ايزې ډيجيټل مرستې ته ودې وركولو او د آئي سي ټي تل پاتې پرمختګ لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجۍ او ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه سيمه ايزې ډيجيټل مرستې ته ودې وركولو او د آئي سي ټي تل پاتې پرمختګ لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل سپيکټرم، همكاري، ډيټا ګورننس او سائبر سکيورټي د مرستې مهم نكات دي، پاکستان سوئيلي آسياء لپاره کنيکټډ، محفوظ او د تل پاتې ډيجيټل عزم لري۔ دا خبره دې …

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجۍ او ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه سيمه ايزې ډيجيټل مرستې ته ودې وركولو او د آئي سي ټي تل پاتې پرمختګ لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل سپيکټرم، همكاري، ډيټا ګورننس او سائبر سکيورټي د مرستې مهم نكات دي، پاکستان سوئيلي آسياء لپاره کنيکټډ، محفوظ او د تل پاتې ډيجيټل عزم لري۔ دا خبره دې د شورو په ورځ د سوئيلي ايشيائي ټيلي کميونيکيشن ريګوليټرز کونسل (سيټرك) 26مې غونډې مرستې دستورې په مهال كړې۔ ده ووئيل په غونده كښې د ګډون كوٶنكو غېر ملكي استازو هركلے كوٶ٬ دې كنفرنس څخه به په منطقه كښې کنيکټويټي او ډيجيټل رسنه كښې زياتوالے راششي۔ دې ووئيل په نړيواله كچه انفارميشن ټيکنالوجي په معيشت كښئ مهم كردار لوبوي٬ سوئيلي اسياء د ډيجيټل په مهم پړاٶ ولاړه ده۔ ده ووئيل ډيجيټل نيشن پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے، د ډيجيټل پاکستان بنيادي ستن مضبوط او جامع کنيکټويټي ته وده وركول دي، ډيجيټل مرسته او جد پولې پورې کنيکټويټي سيمه ايز پرمختګ لپاره ضروري ده۔ دې ووئيل پاكستان كښې 200 ملين موبائل او 150ملين براډ بينډ صارفين دي، ټيلي کام سيکټر په قامي خزانه كښې 1.5 ټريلين روپو نه زياته برخه اچولې ده۔ دې ووئيل د اي ګورننس له مخې 98 فيصده وفاقي وزارتونه په اي-آفس منتقل شوي دي۔ دې ووئيل د کنيکټ پاکستان 2030 له مخې هر كس ته تند رفتاره انټرنيټ رسول زمونږ هدف دے٬ مونږ له به منطقه او د منطقې نه بهر فرق ختمول وي، وفاقي وزېرې ووئېل كليوالو سيمو كښې کنيکټويټي او تر انټرنيټ رسنه غټ چېلنج دے۔ په غونډه كښې د اېس جي اے پي ټي، ټيلي کميونيکيشن اتھارټيز مشرانو، سينئر پاليسي سازو او د سيټرك غړٶ هېوادونو د آئي ټي سي پوهانو ګډون كولو۔