کراچۍ 05 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي اصلاحاتي ايجنډا، د مالي نظم و ضبط او ستراتېژك شراكتدارو مقصد د هېواد معاشي اړخ بيا د سره تعينول دي٬ ځوانانو ته ډيجيټل او ټيکنيکل هنرونه وركول ضروري دي٬ د ودانۍ په تندۍ سره زياتوالے او ماحولياتي بدلون پاکستان لپاره دوه لوي چېلنجز دي د كومو مخه نيولو لپاره چې اقدامات ضروري دي۔ دا خبره ده …
اصلاحاتي ايجنډا، مالي نظم و ضبط او د ستراتېژك شراكتدارو مقصد د هېواد معاشي اړخ بيا د سره تعينول دي۔ وفاقي وزير سينېټر اورنګزيب

مزید خبریں
کراچۍ 05 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي اصلاحاتي ايجنډا، د مالي نظم و ضبط او ستراتېژك شراكتدارو مقصد د هېواد معاشي اړخ بيا د سره تعينول دي٬ ځوانانو ته ډيجيټل او ټيکنيکل هنرونه وركول ضروري دي٬ د ودانۍ په تندۍ سره زياتوالے او ماحولياتي بدلون پاکستان لپاره دوه لوي چېلنجز دي د كومو مخه نيولو لپاره چې اقدامات ضروري دي۔ دا خبره ده “فيوچر سمټ” ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په تېرو څو اوونيو كښې زما په واشنګټن او رياض كښې ملاقاتونه شوي٬ د نړيوالې بحالۍ عمل روان دے چې په نتيجه كښې يې په ځېنې معاشي اشارو كښې بهتري هم راغلې ده٬ د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې په بنيادي ډھانچه جاتي اصلاحات عملدرآمد روان دے او د دې په نتيجه كښې نجي څانګه قائدانه رول لپاره راوړاندې كېږي، ده ووئېل مصنوعي زېركتيا او په ټيکنالوجۍ اډانه د جدت موقعو څخه مكمل استفادې سره په پيداواريت اډانه اقتصادي ترقۍ او نمو پلو پام ګرځولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل سياسي و جغرافيائي عوامل او تاٶ تريخوالے، پروټيکشن ازم، په نړيوال ارډر كښې بدلون او په سپلائي چين كښې د رامخې ته خَنډانو له امله د بے يقينۍ كېفيت وي، د پاکستان پشمول رامخې ته كېدونكو معيشتونو له به په دې لړ كښې محتاط عمل څرګندول وي دغسې چې د معاشي جټكو مقابله وكړې شي۔ د خزانې وزير ووئيل د هېواد معيشت مستحكم دے، د کليدي ريټنګ ايجنسو لخوا د پاکستان په کريډټ ريټنګ كښې بهتري او د آئي اېم اېف پروګرام له مخې د سټاف ليول لوظنامې څخه د هېواد په معيشت، پاليسيو او سمت د بهرني باور عكاسي كېږي، معاشي استحکام تل پاتې اقتصادي نمو لپاره كارولو ته اړتيا ده٬ دې مقصد لپاره به ځائي او نړيوال سرمايه كار راغب كول د اهميت وړ دي۔ د خزانې وزير ھغه نړيوالې اتفاق رائے پلو اشاره وكړه چې د حکومتونو كردار محدود كولو سره په پيداواريت اډانه د نجي څانګې په مشرۍ كښې پرمختګ ته وده وركول د وخت ضرورت دے۔ ده واضحه كړه چې معاشي استحکام پخپله څه منزل نه دے بلكې تل پاتې سرمايه كارۍ او د اوږدې مودې پرمختګ لپاره بنياد دے، د او آئي سي سي آئي د تازه سروے له مخئ 73 فيصده سي اي اوز پاکستان سرمايه کارۍ لپاره مناسب ګرځوي٬ كوم چې وړاندې 61 فيصد وٶ٬ دا شمېرې د سرمايه كارو زيات شوې باور او د هېواد د سمت د بهترۍ علامت دے۔ په ټيکنالوجۍ او علم اډانه معيشت په اړه سينيټر اورنګزيب د ګوګل په پاکستان كښې د دفتر پرانستلو او د هېواد د سيمه ايز ټيکنيکل او ايکسپورټ حب جوړولو د پرېكړې هركلے وكړو۔ په ډھانچه جاتي اصلاحات خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان اوس د “ډيزائن فيز” نه وړاندې تګ سره د “عملدرآمد پراٶ” ته داخل شوے دے۔ ده د ټيکس، توان، سرکاري ادارو تنظيمِ نو، نجکارۍ، سرکاري مالي نظم، د سرکاري ادارو د کارکردګي ښه كولو، پنشن اصلاحات او د قرضو انتظام په څېر څانګو كښې د پېشرفت هم ذكر وكړو۔ وفاقي وزير د نفوسو زياتوالې٬ د ماشومانو پالنه كښې كمے (سټنټنګ)، او د تعليمي فقدان (لرننګ پاورټي) په څېر مسئلو حل لپاره په قامي كچه د هنګامي احساس په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل پاکستان به د نړيوال بېنك کنټري پارټنرشپ فريم ورك له مخې ترلاسه 2 اربه ډالره ماحولياتي فنانسنګ څخه بشپړه ګټه پورته كوي۔ د خزانې وزير اورنګزېب د معاشي اصلاحات تسلسل، مضبوط اقتصادي لچك او په تل پاتې انساني پرمختګ اډانه اصلاحاتي ايجنډا مخ په وړاندې بوتللو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔










