صدر مملكت آصف علي زرداري د چين نائب صدر هان ژنګ سره ملاقات

دوحه 05 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي پاكستان او چين وروڼه او د هر موسم سټريټجك شراكتدار دي٬چين سره ملګرتيا د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د چين نائب صدر هان ژنګ سره ملاقات كښې كړې۔ دواړو لارښودو ترمينځه دا ملاقات په دوحه كښې د روان سماجي پرمختګ په اړه دوهم نړيوال كنفرنس په موقع شوے۔صدر …

دوحه 05 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي پاكستان او چين وروڼه او د هر موسم سټريټجك شراكتدار دي٬چين سره ملګرتيا د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د چين نائب صدر هان ژنګ سره ملاقات كښې كړې۔ دواړو لارښودو ترمينځه دا ملاقات په دوحه كښې د روان سماجي پرمختګ په اړه دوهم نړيوال كنفرنس په موقع شوے۔صدر مملكت د چين لخوا په هر سخت وخت كښې د پاكستان په ملګرتيا كولو مننه وكړه۔صدر آصف علي زرداري د سي پيك په كامياب نفاذ كښې د چين د مرستې ستائنې كولو سره ووئېل د سي پېك دوهم پړاؤ د اعلٰی معيار پرمختګ نوي دور ته داخل شوے ۔په دې موقع د چين نائب صدر هان ژنګ د صدر شي جن پنګ لخوا صدر مملكت ته د نيكو هيلو پېغام ورسولو۔د چين نائب صدر د پاكستان ترهه ګرۍ په ضد هڅې او سيمه ايز امن لپاره كردار هم وستائېلو ۔د چين نائب صدر ووئېل چين د سي پېك په دوهم پړاؤ كښې د پاكستان پرمختګ له مرسته روانه ساتي۔ده ووئيل د پرمختګ پروژو كښې د ټرانسپورټ٬انفراسټركچر٬آئي ټي٬كركيلې او ووكيشنل تربيت غوندې څانګې شاملې دي۔دواړو لارښودو د شريك باور٬احترام او سيمه ايزې خوشحالۍ په وژن اډانه اړيكې لا قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه ۔دواړو لارښودو په سيمه ايز او نړيوال فورمز نزدې مرستې دوامداره ساتلو ته هم اتفاق وكړو