كوئټه كښې د بلدياتي ټاكنو په لړ كښې د ډسټركټ رېټرننګ آفيسر د سوګند پورته كولو دستوره

كوئټه۔ 28 اكتوبر (اے پي پي) د بلدياتي ټاكنو په لړ كښې صوبائي الېكشن كمشنر بلوچستان د ډپټي كمشنر كوئټه مهر الله باديني نه پخپل دفتر كښې د ډسټركټ رېټرننګ آفيسر په توګه سوګند واغست۔ په دې مهال صوبائي الېكشن كمشنر بلوچستان ووئېل د بلدياتي ټاكنو پاكو ٬ بې پرې او منصفانه انعقاد لپاره انتظامات بشپپر شوي دي۔ هغه ووئېل الېكشن كمېشن آف پاكستان بلوچستان كښې د بلدياتي ټاكنو په …

كوئټه۔ 28 اكتوبر (اے پي پي) د بلدياتي ټاكنو په لړ كښې صوبائي الېكشن كمشنر بلوچستان د ډپټي كمشنر كوئټه مهر الله باديني نه پخپل دفتر كښې د ډسټركټ رېټرننګ آفيسر په توګه سوګند واغست۔ په دې مهال صوبائي الېكشن كمشنر بلوچستان ووئېل د بلدياتي ټاكنو پاكو ٬ بې پرې او منصفانه انعقاد لپاره انتظامات بشپپر شوي دي۔ هغه ووئېل الېكشن كمېشن آف پاكستان بلوچستان كښې د بلدياتي ټاكنو په لړ كښې د تعينات افسرانو د تربيي ٬ انتخابي موادو د وركړې او نور چمتوالي نيولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ده هيله ولرله چې ضلعې انتظاميه ٬ پوليس او اړوندې ادارې به د انتخابي عمل له په زړه پورې مرسته وكړي ٬ دغسې چې اولس ته په امناك ماحول كښې بې پرې او پاكو ټاكنو كښې د رائے وركولو خپل حق د كارولو موقع وركړې شي۔