د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د سعودي خارجه وزير وليدل

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د سعودې عربستان د بهرنيو چارو وزير عدل بن احمد الجبير څوك چې د زيارت په ورځ په سركارې دوره پاكستان ته رارسېدلے دے د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د پوځ په مركزي دفتر كښې ليدلي دې۔د ملاقات په مهال د سيمه ايز امنيت په وضعه غور وكړے شو۔د آئي اېس پي آر له مخې د سعودي خارجه وزير د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په پياوړې كاميابيو او د سيمه ايز استحكام د هڅو ستائنه كړې ده ۔