پېنډۍ ۔27اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بېرسټر دانیال چوهدري وئيلي دي پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ په هره كچه روان ساتي٬ 27 اكتوبر 1947 د كشمير د تاريخ تر ټولو توره ورځ ده كله چې هندي ځواكونو په سرينګر قبضه كولو سره د نړيوال قانون او د كشميري اولس د هيلو ښكاره خلاف ورزي وكړه۔ د كشمير تورې ورځې …
پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي اوسفارتي ملاتړ په هره كچه روان ساتي: بيرسټر دانيال چوهدري

مزید خبریں
پېنډۍ ۔27اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بېرسټر دانیال چوهدري وئيلي دي پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ په هره كچه روان ساتي٬ 27 اكتوبر 1947 د كشمير د تاريخ تر ټولو توره ورځ ده كله چې هندي ځواكونو په سرينګر قبضه كولو سره د نړيوال قانون او د كشميري اولس د هيلو ښكاره خلاف ورزي وكړه۔ د كشمير تورې ورځې په موقع خپل پېغام كښې دانيال چوهدري ووئيل د کشمیر اولس د تېرو 78 كلونو څخه د هندي ظلم او جبر په مړانه مقابله كوي خو د هغوي د آزادۍ هڅې نن هم په بشپړه قوت سره روانې دي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه د بشري حقونو په خلاف ورزو كولو هند ځواب وركونكے وګرځوي او كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې تسليم شوے د خپلواكۍ حق وركولو له عملي ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام د كشمير مسئلې عادلانه حل سره تړلې دے٬ پاكستان به په نړيواله كچه د كشميري اولس غږ پورته كوي او 24 کروړه پاكستانيان د كشمير اولس سره يو برابر ولاړ دي۔ ده ووئيل 5 اګست 2019 څخه وروستو هند خپلې جارحانه پالېسۍ لا سختې كړې٬ د جمو وكشمير خصوصي حېثيت يۍ ختم كړو٬ پوځي محاصره يۍ نافذ كړه او داسې قوانين يۍ عملي كړل چې ورسره كشميرې اولس بنيادي آزادۍ څخه محروم كړے شو۔ ده ووئيل پاكستان د كشميريانو ورونړو خوېندو د مړانې ستړو او قربانيو ته سلام كوي۔ ده ووئيل پاكستان به په هر يو نړيوال فورم د كشمير مقدمه رامخې ته كوي دغسې چې په برصغير كښې د تلپاتي امن خوب ريښتيا كړے شي










