پینډي27اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان او سوئيلي افريقه د كركټ لوبډلو ترمينځه د درېو ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز سبا د نهې په ورځ په راولپنډي كركټ سټيډيم كښې پیل كيږي۔ د سيريز اولنے مېچ به د ځائي وخت له مخې د شپې 8 بجې كيږي۔ دواړو لوبډلو د دې مهمې مبارزې لپاره بشپړه تياري كړې ده۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به آل راؤنډر سلمان علی آغا كوي۔ په سكواډ …
د پاكستان او د سوئيلي افريقې ترمينځه د ټي 20 سيريز به د نهې په ورځ پيل كيږي

مزید خبریں
پینډي27اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان او سوئيلي افريقه د كركټ لوبډلو ترمينځه د درېو ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز سبا د نهې په ورځ په راولپنډي كركټ سټيډيم كښې پیل كيږي۔ د سيريز اولنے مېچ به د ځائي وخت له مخې د شپې 8 بجې كيږي۔ دواړو لوبډلو د دې مهمې مبارزې لپاره بشپړه تياري كړې ده۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به آل راؤنډر سلمان علی آغا كوي۔ په سكواډ كښې شاملو نورو لوبغاړو كښې بابر اعظم، عبدالصمد، شاهین شاہ آفریدي، نسیم شاہ، صائم ایوب، عثمان خان، نواز، وسیم، فهیم اشرف، حسن نواز، صاحبزادہ فرحان، سلمان مرزا، ابرار ، عثمان خان او عثمان طارق شامل دي۔ بلخوا د سوئيلي افريقه د لوبډلې مشري به ډونوون فریرا كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې اوټنیل بارټمین، کوربن بوش، میتھیو بریټزکے، ډیوالډ بریوس، نانډرے برګر، کوئنټن ډی کوک، ټونی ډے زورزی، ریزا هېنډرکس، جارج لنډے، لنګی نګیدی، انکابایومزی پیټر، لوان ډرے پریټوریئس، اېنډائل سیمیلانے او لیزاد ولیمز شامل دي۔ د ضلعي انتظاميې او پوليس لخوا د امنيت سخت انتظامات شوي دغسې چې د كركټ مينه وال دے مهم مېچ څخه په زړه پورې او سوله ايز چاپېريال كښې خوند پورته واخلي










