پېښور 26 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د ری وائیو پاکستان چیئرمین او ایګزیکټو غړي پينډۍ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري محمد عمران علی په مشرۍ كښې پلاوي پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړی۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې پلاوي كښې د پيندۍ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري ایګزیکټو غړو وسیم منهاس، بلال جاوید، کامران سعید، رحمان اللہ، ایاد شیخ، عتیق …
حکومت به د کاروباری طبقې مسئلو حل كلوو له هر ممکن مرسته كوي۔ فیصل کریم کنډي

مزید خبریں
پېښور 26 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د ری وائیو پاکستان چیئرمین او ایګزیکټو غړي پينډۍ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري محمد عمران علی په مشرۍ كښې پلاوي پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړی۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې پلاوي كښې د پيندۍ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري ایګزیکټو غړو وسیم منهاس، بلال جاوید، کامران سعید، رحمان اللہ، ایاد شیخ، عتیق ملك ، سلیم ارشد، ډائریکټر پنجاب اسمال انډسټري کارپوریشن او عبداللہ هم شامل وو۔د ملاقات په مهال صوبه كښې د سرمایه کارۍ، صنعت و تجارت ودي او کاروباری ورورولۍ لپاره په آسانيو وركولو د خيالاتو څرګندونه شوي۔ګورنر فیصل کریم کنډي پلاوي سره خبرو كښې ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د سرمایه كارۍ لوئ موقعې شته ،په خاص توګه سیاحت، معدنیات او لائیو اسټاك په څانګو كښې سرمایه كارو له ښه ماحول وركولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل کاروباری طبقه د هېواد د معیشت د ملا د تير حثيت لري او حکومت به د هغوې مسئلو حل كلوو له هر ممكن مرسته كوي۔د ری وائیو پاکستان چیئرمین محمد عمران علی او نورو غړو خېبر پښتونخوا كښې کاروباری هلو ځلو ودي لپاره د خپلي مرستي باور وركړو او د ګورنر وژن او مثبت اقدامات ئې وستائل۔








