پينډۍ 26 اكتوبر (اے پي پي) د آزاد كشمير رجمنټ بهادر سپاهي نائيك سېف علي جنجوعه شهيد (هلالِ كشمير) د شهادت 77مه ورځ د اتوار په ورځ لمانځلے شوي۔د هغه د شهادت په ورځ په جوماتونو كښې د قرآن خوانۍ او دعاګانو اهتمام شوې ؤ۔د ورځ پېل په جوماتونو كښې قرآن خوانۍ او دعاګانو سره شوې۔علماء كرامو د شهيد لوړو درجو لپاره خصوصي دعاګاني وكړي۔په دې موقع ميجر جنرل توقير …
نائيك سېف علي جنجوعه شهيد (هلالِ كشمير/نشان حيدر) د شهادت 77مه ورځ ولمانځلے شوه

مزید خبریں
پينډۍ 26 اكتوبر (اے پي پي) د آزاد كشمير رجمنټ بهادر سپاهي نائيك سېف علي جنجوعه شهيد (هلالِ كشمير) د شهادت 77مه ورځ د اتوار په ورځ لمانځلے شوي۔د هغه د شهادت په ورځ په جوماتونو كښې د قرآن خوانۍ او دعاګانو اهتمام شوې ؤ۔د ورځ پېل په جوماتونو كښې قرآن خوانۍ او دعاګانو سره شوې۔علماء كرامو د شهيد لوړو درجو لپاره خصوصي دعاګاني وكړي۔په دې موقع ميجر جنرل توقير عباس د شهيد په قبر د ګلونو څادر وغوړولو۔علماء كرامو د خيالاتو څرګندوني سره ووئيل د شهيدانو ويني په مونږ قرض دي۔ژوندي قومونه د خپلو محسنانو احسانات چرې هم نه هيروي،شهيد عمر له ژوندے وي،نائيك سېف علي جنجوعه شهيدد خاوري بهادر زوے ؤ كوم به چې عمر له زمونږ په زړونو كښې ژوندے وي۔تفصيلاتو له مخې د پاك پوځ بهادر سپاهي نائيك سېف علي جنجوعه كال 1948 كښې د پاك – هند جنګ په مهال په بهادرۍ سره پير كليوه پوسټ دفاع كړي، شهيد سېف علي جنجوعه په 23 اپريل 1922 كھنډهار تحصيل مهندر پونچھ، آزاد جموں و كشمير كښې زيږدلې ؤ،1947 كښې هغه پاكستان ته بيرته راغلے او سردار فتح محمد كريلوي ”حيدري فورس” كښې شامل شوې ؤ،په 01 جنوري 1948 كښې حيدري فورس له ”شيرِ رياستي بټالين” نامه وركړې شوي،سېف علي جنجوعه له د هغه د قابليت ترمخه د نائيك عهده وركړې شوي او بدھا كھنه سيمه كښې د دښمن په ضد د هېواد دفاع كولو لپاره تعينات كړې شوي،د هند پوځ د اړخه په پير كليوه محاذ څو ورځو راهسې نښتي رواني وي،18 آزاد كشمير رجمنټ وړومبي بريد كښې دريائے پونچھ عبور كولو سره پيش قدمي كوكړه او په پير كليوه پهاړي پوسټ ئې قبضه كړې وه۔د پاك پوځ دغه بهادر سپاهي د هېواد دِفاع باوري كولو په 26اکتوبر 1948ء شهيد شوے۔دښمن په دغه پوسټ قبضه كولو كښې ناکامه شوې او لوئې زيان ئې پورته كړې دې نه پس په شا تنميدلې ۔په 14 مارچ 1949 حکومتِ آزاد جموں و کشمیر ډیفنس کونسل د شهادت نه پس هغه له د آزاد جموں و کشمیر تر ټولو لوئ عسکری اعزاز”هلال کشمیر“ وركولو اعلان کړې۔دې نه پس حکومت پاکستان 1995 كښې هلال کشمیر د نشان حیدر مساوی ګرځولې۔










