د پاكستان تجارتي پلاوې د دبئۍ دورے نه پس هېواد ته راورسيد

لاهور 26 اكتوبر (اے پي پي) د فيډريشن آف پاكستان چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري د خوراك سيمه ايزي كمېټۍ كنوينئر شاهد عمران په مشرۍ كښې د پاكستان تجارتي پلاوې د دبۍ يوے اوونۍ كامياب دورے نه پس هېواد ته رارسيدلې دے۔هېواد ته په راستنيدو په خپلو خبرو كښې شاهد عمران ووئيل د دې دورے سره د دواړو هېوادونو د نجي څانګو ترمينځه د مرستي نوې دروازے پرانستلے شوې،دې سره …

لاهور 26 اكتوبر (اے پي پي) د فيډريشن آف پاكستان چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري د خوراك سيمه ايزي كمېټۍ كنوينئر شاهد عمران په مشرۍ كښې د پاكستان تجارتي پلاوې د دبۍ يوے اوونۍ كامياب دورے نه پس هېواد ته رارسيدلې دے۔هېواد ته په راستنيدو په خپلو خبرو كښې شاهد عمران ووئيل د دې دورے سره د دواړو هېوادونو د نجي څانګو ترمينځه د مرستي نوې دروازے پرانستلے شوې،دې سره به خليجي سيمه كښې د پاكستان برآمدات زياتولو كښې مرسته وشي۔ده په دبئۍ كښې د پاكستان قونصليټ جنرل او اېف پي سي سي آئي قيادت د اړخه پلاوي له وركړې شوې آسانۍ او مرسته وستائله ۔ ده ووئيل پلاوي د شريكو منصوبو٬ دوه اړڅيزه تجارت زياتولو او پاكستان كښې سرمايه كاري راغب كولو له د امارات بزنس كميونټي سره ملاقاتونه كړي۔متحده عرب امارات د پاكستاني مصنوعات معيار او تنوع ستائلې او د اوږدې مودې شراكت دارۍ كښې ئي خوښي څرګنده كړي۔

مزید خبریں