د سندھ د كورنيو چارو وزير د كچے ډاكوانو په ضد د آپريشن تندولو ٬ د جرائم پيشه عناصرو سهولت كار هم قانون سره د مخ كولو هدايت

سکھر۔ 23 اکتوبر (اے پی پی) د سندھ د كورنيو چارو وزير وئيلي دي چې د كچې ډاكوانو په ضد دې روان آپرېشن لا تند كړے شي او د جرائم پېشه عناصرو سهولت كار دې هم قانون سره مخ كړې شي۔ د سندھ د كورنيو چارو صوبائي وزير ضياﺀ الحسن النجار د سكھر دورې په مهال د امنيتي وضعې جاج اغستلو له د يوې مهمې غونډې مشري وكړه۔ په غونډه …

سکھر۔ 23 اکتوبر (اے پی پی) د سندھ د كورنيو چارو وزير وئيلي دي چې د كچې ډاكوانو په ضد دې روان آپرېشن لا تند كړے شي او د جرائم پېشه عناصرو سهولت كار دې هم قانون سره مخ كړې شي۔ د سندھ د كورنيو چارو صوبائي وزير ضياﺀ الحسن النجار د سكھر دورې په مهال د امنيتي وضعې جاج اغستلو له د يوې مهمې غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې آئی جی سندھ پولیس غلام نبی مېمن، ډی آئی جی سکھر فیصل اے چاچړ، اېس اېس پیز سکھر، ګھوټکی ، خېرپور او نورو پوليس چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې ډی آئی جی سکھر د امنيتي وضعې په اړه بريفنګ وركړو۔ صوبائی وزیر د جرائم پېشه عناصرو او ډاكوانو په ضد د بشپړې او مؤثره كارروايۍ هدايت وكړو۔ ده ووئيل د كچې ډاكوانو په ضد دې روان آپرېشن لا تند كړے شي او د جرائم پېشه عناصرو سهولت كار دې هم قانون سره مخ كړې شي۔ ده ووئيل چې د پوليس رېنج په ټولو ضلعو كښې دې په استخباراتي بنيادونو ټارګټډ كارروايۍ تندې كړې شي۔ ضیاءالحسن النجار ووئيل چې د امن دښمنه عناصرو په ضد دې په زيرو ټالرنس پالېسۍ سختۍ سره عمل وكړے شي۔ ده ووئيل تر هغه وخت به آرام رانشي تر كومې چې د سندھ ټولې ضلعې جرائمو څخه پاكې كړې شوې نه وي۔ ده زياته كړه چې د اولس د ځن او مال تحفظ د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔

مزید خبریں