اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان حکومتِ د اوبو تحفظ او د ماحولیاتی بدلون ودې لپاره د 56 اربه روپو مالیت د دوو لويو منصوبو منظوری وركړې ده،كومې به چې د هېواد د اوبو تحفظ، زرعی پیداوار كښې زياتوالي او كوټلي پرمختګ لپاره مرستياله وګرځي۔د پلاننګ کمېشن جاري شوې شميرې له مخې منصوبه د کچھی کینال بحالۍ منصوبه ده،د كومي لګښت چې 5.65 اربه روپۍ مقرر کړے …
د اوبو تحفظ او ماحولیاتی بدلون،د پاکستان د اوبو سباؤن قوي كولو په بنیاد د 56 اربه روپو د دوو منصوبو منظوري
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان حکومتِ د اوبو تحفظ او د ماحولیاتی بدلون ودې لپاره د 56 اربه روپو مالیت د دوو لويو منصوبو منظوری وركړې ده،كومې به چې د هېواد د اوبو تحفظ، زرعی پیداوار كښې زياتوالي او كوټلي پرمختګ لپاره مرستياله وګرځي۔د پلاننګ کمېشن جاري شوې شميرې له مخې منصوبه د کچھی کینال بحالۍ منصوبه ده،د كومي لګښت چې 5.65 اربه روپۍ مقرر کړے شوے۔دا منصوبه د 2022 تباہي كونكې سېلاب له امله د ځپليو برخو مرمت او د کینال نظام بحالۍ لپاره ده ۔د منصوبې بشړولو سره سره د بلوچستان زرعي سيمو كښې د اوبه خور بحالي، د خوراك تحفظ زياتولو او د روزګار نوي موقعې به راپیدا شي۔دې منصوبې سره به سېلاب ځپليو سيمو كښې معاشی هلي ځلي بيا بحال شي۔دويمه منصوبه خېبر پښتونخوا كښې د اوبه خور ده چې وسره به كر كيله ښه شي ،د كومي لګښت چې 50.95 اربه روپۍ دے او دا د ورلډ بينك په مرسته روانه ده۔دا منصوبه ضم شوو ضلعو او د خېبر پښتونخوا په نورو سيمو كښې د جدید اوبه خور ټیکنالوجی، کمیونټي واټر کورسز او هائی ایفیشنسی سسټمز د لارې د اوبو مؤثره استعمال ته به وده وركړي۔دا دواړه منصوبې د ځائې كمیونټیز شمولیت، د جدید ټیکنالوجی كارولو، او د پائیدار ماحولیاتی انتظام په اصولو اډانه دي،كومي چې د موسمیاتی بدلون اثرات مخنيوي كښې د پاکستان د قامي تګلارې مهمي برخي دي۔












