د خېبرپښتونخوا فرنټيئر كور(نارتھ)مثالي اقدام٬باجوړ كښې د خوارج په تخريب كارۍ د تباه شوو جوماتونو مرمت او د رنګ روغن كار بشپړ كړے شو

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) فرنټير كور خېبرپښتونخوا (نارتھ) په باجوړ كښې د دوو جوماتونو سليمان خيل او اعراب د مرمت او د رنګ روغن كار بشپړ كړے۔ تفصيلات له مخې دې جوماتونو ته د خوارج لخوا بريدونو كښې سخت زيان رسېدلے ؤ ٬د جوماتونو بحالۍ كښې د سولر سسټم تنصيب هم شامل دے٬ دغسې چې د بجلۍ په وركولو كښې كوم ډول تعطل نه وي٬د فرنټير كور …

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) فرنټير كور خېبرپښتونخوا (نارتھ) په باجوړ كښې د دوو جوماتونو سليمان خيل او اعراب د مرمت او د رنګ روغن كار بشپړ كړے۔ تفصيلات له مخې دې جوماتونو ته د خوارج لخوا بريدونو كښې سخت زيان رسېدلے ؤ ٬د جوماتونو بحالۍ كښې د سولر سسټم تنصيب هم شامل دے٬ دغسې چې د بجلۍ په وركولو كښې كوم ډول تعطل نه وي٬د فرنټير كور دا هڅې ځايې اولس ستائېلې دي٬اولس د فرنټيئر كور(نارتھ)اقدامات په دې سيمه كښې د امن او استحكام علامت ګرځولې۔ځايې آبادۍ د پاك پوځ مننې كولو سره ووئيل دوي د عبادت ځايونو په بحالۍ زمونږ زړونه ګټلې دې٬ د پاك پوځ ډلې د جوماتونو دننه او بهر د ېيا رغونې سره د صفائۍ٬رڼا او چار اندام انتظامات هم د جديد تقاضو له مخې ښه كړي ۔د دې پروژې تكميل نه پس ځايې خلق په لويه پېمانه د مونځ ادا كولو لپاره دې جوماتونو ته ځي٬ دې اقداماتوڅخه اولس او د پاك پوځ ترمينځه باور او د مرستې رشته لا قوي شوې ده ۔

مزید خبریں