د صنعتونو د رجسټرېشن ډاډګيرنې ته اړتيا ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سميډا تنظيم نو او پرمختګ په اړه د جاج اغستو غونډې ته وېنا

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د صنعتونو د رجسټرېشن ډاډګيرنې په ضرورت زور راٶړلو سره وئېلي دي د پاکستان صنعتي پرمختګ د كورنيو ٬ د وړو او د مېنځنۍ كچې صنعتونو ودې سره تړلے دے۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د سميډا تنظيم نو او د اېس اېم ايز پرمختګ په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې …

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د صنعتونو د رجسټرېشن ډاډګيرنې په ضرورت زور راٶړلو سره وئېلي دي د پاکستان صنعتي پرمختګ د كورنيو ٬ د وړو او د مېنځنۍ كچې صنعتونو ودې سره تړلے دے۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د سميډا تنظيم نو او د اېس اېم ايز پرمختګ په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، ډاکټر مصدق ملك، عطاء تارړ، خاص مرستيال هارون اختر او اړوند چارواكو ګډون كړے۔ په غونډه كښې د سميډا د تنظيمِ نو او د اېس اېم ايز ودې لپاره په اقدامات بريفنګ وركړې شو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل وړو او د مېنځنۍ درجې په صنعتونو (اېس اېم ايز) كښې د مېرمنو شموليت زياتولو لپاره اقدامات خوشبينه دي ٬ په دې لړ كښې خبرتيا عام كولو ته اړتيا ده٬ وزيراعظم د ګهربلو صنعتونو رجسټريشن ډاډګيرنې په ضرورت زور راٶړلو دغسې چې د دې كاروبار ودې لپاره پور ترلاسه كولو كښې اسانۍ رامخې ته شي۔ وزيراعظم امر كړو چې د سميډا روډ ميپ اطلاق به واضحه مودې لپاره وي او زر تر زره به د دې اطلاق باوري كړې شي٬ ده ووئيل د پاکستان صنعتي پرمختګ ګهريلو٬ كوچني او د مېنځنۍ كچې صنعتونو ودې سره تړلے دے، پرمختللې هېوادونو كښې لويو صنعتونو ته خام مال اېس اېم ايز رسوي٬ د زرعي تخمونو پراسېسنګ لپاره دې كليوالو سيمو كښې د اېس اېم ايز په اړه تربيه باوري كړې شي۔ وزيراعظم د سميډا تنظيمِ نو او د اېس اېم ايز ودې لپاره د صنعت او پېداوار وزارت په اقدامات د اطمينان څرګندونه وكړه۔ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شوله چې آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې د اېس اېم ايز پرمختګ لپاره دفترې پرانستلې شوې دي د كومو چې اولس او چېمبرز لخوا ډاډګيرنه كېږي، د سميډا د نجي پوهانو پشمول بورډ جوړ كړے شوے او په راتلونكو څو ورځو كښې به د چيف ايګزيکټيو آفيسر د تعيناتۍ عمل بشپړ كړې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د سټيرنګ کميټۍ د احکاماتو په سبب د اېس اېم ايز استعداد، پور وركول، په سرمايه او اشتراك كښې ښه اضافه شوې ده، د مېرمنو د اېس اېم ايز په څانګه كښې ډاډګيرنې لپاره د مېرمنو انټرپرينيورشپ پليټ فارم جوړوٶ كوم چې به په مصنوعي ذهانت اډانه وي٫ دا پليټ فارم به مېرمنو ته د كاروباري څانګې په اړه بشپړ معلومات وركولو سره سره رجسټرېشن، د ټيکس معاملو او د هنر پوهه هم وركوي۔ په غونډه كښې اېس اېم ايز د رسمي معيشت برخه جوړولو لپاره د اقدامات روډ مېپ هم وړاندې كړے شو۔

مزید خبریں