اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ملاقات كړے چې پكښې په خېبرپښتونخوا كښې امن و امان په مجموعي صورتحال، د ترهه ګرۍ په اوسنو پېښو او روانو عملياتو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د كورنيو چارو وزارت له مخې په ملاقات كښې د فتنه الخوارج په ضد بېلو ضلعو كښې په روانو كارروائيو، په پاك …
د كورنييو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ملاقات، صوبه كښې امن و امان، ترهه ګرۍ او په روانو عملياتو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ملاقات كړے چې پكښې په خېبرپښتونخوا كښې امن و امان په مجموعي صورتحال، د ترهه ګرۍ په اوسنو پېښو او روانو عملياتو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د كورنيو چارو وزارت له مخې په ملاقات كښې د فتنه الخوارج په ضد بېلو ضلعو كښې په روانو كارروائيو، په پاك افغان سرحد په حالات او د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره په كړو اقدامات خبرې وشوې۔دواړو لارښودو په خېبرپښتونخوا كښې كوټلي امن لپاره د سكيورټي فورسز قربانۍ ستائېلو سره د هغوي خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔محسن نقوي ووئيل پوليس ټريننګ سنټر او نادرا آفس ډيره اسماعيل خان بريدونو كښې شهيدو شوو اهلكارو ته ټول قام سلام كوي۔دوي د ځپليو ودانيو بيا جوړولو په اړه هم خبرې وكړې۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس او قانون نافذ كونكي ادارې په مړانه د ترهه ګرۍ ناسور مقابله كوي، د فتنه الهندوستان ترهه ګر د پاكستان يووالي او د امن دښمنان دي،د دغه ترهه ګرو په ضد به عمليات روان وي او مونږ به د پاكستان څخه د فتنه الهندوستان خاتمې كولو سره په قلاره كېښنو۔محسن نقوي واضحه كړه چې وفاقي حكومت به صوبه كښې د امن و امان بحالۍ او ترهه ګرۍ مخنيوي له بشپړه مرسته كوي،د هند ملاتړ لرونكو ترهه ګرو ناوړه عزائم به چري كامياب نه شي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د امن داعي دے، د صوبې پرمختګ او سوكالۍ له امن ته اړتيا ده او د هېواد او قام دښمنانو په ضد انټيلي جنس بيسډ عمليات د وخت ضرورت دے۔دواړو لارښودو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د هېواد دښمنه عناصرو په ضد كارروائي به په پورا قوت سره روانې وي دغسې چې صوبه كښې امن باوري شي۔












