حكومت ټولو كميونټيز له يو برابر حقونه او د پرمختګ يو ډول موقعو وركولو له لوظي دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ديوالي په موقع هندو ورورولۍ له مباركي وركړه

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حكومت ټولو كميونټيز له د هغوې د عقيدې څخه ځانله د يو برابر حقونو او د پرمختګ يو ډول موقعو وركولو له لوظي دے،د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې هندو ورورولۍ له د ديوالي مباركي وركولو سره وزيراعظم ووئيل ديوالي د رڼاګانو ت اختر دے او رڼاګاني په تياره د قابو موندلو او په مايوسۍ د …

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حكومت ټولو كميونټيز له د هغوې د عقيدې څخه ځانله د يو برابر حقونو او د پرمختګ يو ډول موقعو وركولو له لوظي دے،د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې هندو ورورولۍ له د ديوالي مباركي وركولو سره وزيراعظم ووئيل ديوالي د رڼاګانو ت اختر دے او رڼاګاني په تياره د قابو موندلو او په مايوسۍ د اميد د بريا د جشن عكاسي كوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د ديوالي لمانځلو په وخت راځئ چې په ګډه د سباؤن مثبت سوچ او اتحاد نظريه خپله كړو۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستاني په حثيت مونږ په خپله ټولنه كښې په تنوع وياړ لرو كوم چې زمونږ قامي چوكاټ قوي كوي او زمونږ شريك كلتور ته وده وركوي۔وزيراعظم ووئيل په دې موقع په پاكستان كښې د هندو ورورولۍ د قدر وړ خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كوم كوم چې زمونږ سماجي، اقتصادي او سياسي څانګو كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل پاكستان كښې د عقيدو تنوع زمونږ د وګړو ترمينځه د اتحاد حقيقي ذريعه ده، هندو او نورو اقليتي وروروليو سره تعلق لرونكې پاكستانيان د خپل هېواد پرمختګ لپاره د مسلمانانو سره اوږه په اوږه كار كوي د كوم په ليددلو چې زه خوشحاله شوے يم۔ وزيراعظم ووئيل باباے قوم قائداعظم محمد علي جناح د يو داسې پاكستان تصور وركړے چرته چې ټولو وګړو ته آزادي ترلاسه وي، حكومت د هغوې اقدار برقرار ساتلو او دغه خبري باوري كولو له لوظي دے چې پاكستان كښې ټول كميونټيز ته د عقيدو څخه ځانله يو برابر حقونه او يو ډول د پرمختګ موقعې ترلاسه دي۔ده هندو ورورولۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د رڼاګانو دا تهوار دې ستاسو په ژوند كښې امن او سوكالي راولي او زمونږ هېواد كښې د ټولو مذهبونو وګړو ترمينځه اتحاد او د ورورولۍ قوي خپلولي دې وده ومومي۔

مزید خبریں