صدرِ مملكت آصف علي زرداري د ديوالي په موقع هندو ورورولۍ له مباركي وركړه

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د ديوالي په موقع د پاكستان او بهر هېوادونو كښې مېشته هندو ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي د ديوالي رڼا په تيارو د قابو موندلو او د نيكۍ په بدۍ د غلبې علامت دے،د ديوالي دا تهوار د امن، روادارۍ، همدردۍ او همغږۍ په شان د آفاقي اقدارو يادګيرنه د ه ،دا اقدار زمونږ د قامي …

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د ديوالي په موقع د پاكستان او بهر هېوادونو كښې مېشته هندو ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي د ديوالي رڼا په تيارو د قابو موندلو او د نيكۍ په بدۍ د غلبې علامت دے،د ديوالي دا تهوار د امن، روادارۍ، همدردۍ او همغږۍ په شان د آفاقي اقدارو يادګيرنه د ه ،دا اقدار زمونږ د قامي تشخص برخه ده او د اسلام د شريك احترام د اصولو عكاسي كوي۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملكت په خپل پيغام كښې ووئيل د پاكستان آئينِ ټولو وګړو له يو برابر حقونه او د مذهبي آزادۍ بشپړ ضمانت وركوي۔ده زور راوړو چې مونږ له به يوه داسې ټولنه جوړول وي چرته چې د ټولو مذهبونو مننونكي د عزت، وقار او احترام سره ژوند وكړي۔ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناحؒ د يو داسې پاكستان تصور وړاندې كړے ؤ چرته چې اقليتونو ته يو برابر حقونه او موقعې ترلاسه وي۔ده ووئيل هندو ورورولي د پاكستان د سماجي، كلتوري او معاشي ډھانچې يوه مهمه برخه ده۔ده تعليم، تجارت او عوامي خدمت په څانګو كښې د هندو ورورولۍ خدمات د ستائنې وړ وګرځول۔ صدر مملكت ووئيل ديوالي مونږ ته د رواداري، اتحاد او امن سره د ژوند كولو عزم بيا د تازه كولو ترغيب راكوي۔دغسې صدر پاكستان او بهر هېوادونو كښې مېشته هندو ورورولۍ لپاره د خوشحالو ، امن او سوكالۍ دعا اوكړه۔

مزید خبریں