د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي سره د پخواني وفاقي وزیر قمر زمان کائرہ ملاقات ، د صوبې په مجموعي صورتحال، د ځوانانو په مسائلو او په ترقیاتي منصوبو خبرې

کوئټه۔ 17 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګتي سره د پیپلزپارټي مرکزي لارښود او پخواني وفاقي وزیر قمر زمان کائرہ ملاقات وكړو ٬ چې پكښې د صوبې په مجموعي صورتحال، د ځوانانو په مسائلو او ترقیاتي منصوبو بشمول د شرېكې خوښې په چارو تفصیلي خبرې شوي ۔ د وزیراعلیٰ هاؤس نه جاري بیان تر مخه ملاقات كښې میر سرفراز بګټي ووِئېل صوبائي حکومت د میرټ ودې …

کوئټه۔ 17 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګتي سره د پیپلزپارټي مرکزي لارښود او پخواني وفاقي وزیر قمر زمان کائرہ ملاقات وكړو ٬ چې پكښې د صوبې په مجموعي صورتحال، د ځوانانو په مسائلو او ترقیاتي منصوبو بشمول د شرېكې خوښې په چارو تفصیلي خبرې شوي ۔ د وزیراعلیٰ هاؤس نه جاري بیان تر مخه ملاقات كښې میر سرفراز بګټي ووِئېل صوبائي حکومت د میرټ ودې او د ښې واكمنۍ تشکیل لپاره كوټلي ګامونه اخلي۔ هغه ووئېل د بلوچستان ځوانانو او د ریاست تر مينځه فاصلې کمولو لپاره عملی اقدامات کېږي ۔ د هغه وېنا وه “بینظیر بھټو سکالرشپ پروګرام” د صوبې د تاریخ تر ټولو لويه تعلیمي منصوبه ده د كومې تر مخه چې د پرائمري نه تر اعلیٰ تعلیم ذده كوونكو ته سکالرشپ به وركولې شي ۔ وزیراعلیٰ ووئېل د بلوچستان ذده كوونكو ته د نړۍ 200 معیاري پوهنتونونو دروازې بېرته كړې شوي٬ دغسې د سویلین ،شهدا ماشومانو ، اقلیتونو او ټرانس جینډرز لپاره د خاص سکالرشپ پروګرام شروع کړے شوے ۔ ۔قمر زمان کائرہ ووئېل پیپلزپارټي د خپلو اتحادي ګوندونو سره د اولس د ښیګړې کارونو كښې برخه اخلي ۔ ده ووئېل پیپلزپارټي د وفاق علامت ده او د قامي هم غږۍ سره په اولسي خدمت بارو لري۔ ده د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د ترقیاتي وژن مکمل مرستې څرګدونې سره ووئېل د بلوچستان ترقۍ كښې پیپلزپارټي به خپل په زړه پورې كردار ادا كوي ۔

مزید خبریں