د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ د بيلو ضروري څيزونو د بيعو او رسنې جاج واخستلے شو

اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه كښې د بيلو ضروري څيزونو د بيعو او رسنې صورتحال جاج واخستلے شو۔د جمعې په ورځ نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې نېشنل فوډ سيكورټي اينډ ريسرچ وزارت ګډون كوونكي د موجوده سټاك څخه خبر كړل ۔نائب وزيراعظم د رسنې په موجوده صورتحال د اطمينان څرګندونې كولو سره …

اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه كښې د بيلو ضروري څيزونو د بيعو او رسنې صورتحال جاج واخستلے شو۔د جمعې په ورځ نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې نېشنل فوډ سيكورټي اينډ ريسرچ وزارت ګډون كوونكي د موجوده سټاك څخه خبر كړل ۔نائب وزيراعظم د رسنې په موجوده صورتحال د اطمينان څرګندونې كولو سره په ټول هېواد كښې د څيزونو د كوم تعطل نه غېر شتون باوري كولو لپاره وفاقي او صوبائي چارواكو ترمينځه د نزدې رابطې په ضرورت زور راوړو۔په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ٬ بجلۍ او اقتصادي چارو وزيرانو نه علاوه د تجارت او صنعتونو وزارتونو سېكرټري هم ګډون كولو۔ټول صوبائي چيف سېكرټريز٬ د ټريډنګ كارپوريشن آف پاكستان چيئرمېن او د اړوندو محكمو چارواكي هم په دې موقع موجود وو